د قبایلي ضلعو بلدیاتو منتخب چارواکي د پرمختيايي کارونو لپاره پيسې غواړي

په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې شوي دي - انځور له ارشیفه

د خیبرپښتونخوا له قبایلي ضلعو په بلدیاتي ټاکنو کې منتخب چارواکي وايي چې د یو کال څخه زیات وخت تېریدو باجود یې د کارونو لپاره پیسې او اختیارات نه دي ترلاسه کړي.

د هغو ضلعو تحصیل چیرمینانو د اپرېل پر ۲۹مه په پېښور پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د خلکو او سیمې د ستونزو هوارولو لپاره ورسره په لاس کې هیڅ نشته.

تر خبري غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې د بره مومندو تحصیل چیرمین حافظ تاج ولي مشال راډیو ته وویل، په لومړي ځل په قبایلو کې بلدیاتي ټاکنې وشوې او خلکو په دې تمه رایې ورکړي چې کارونه به یې وشي. خو هغه وويل چې د پېسو د نشتوالي له وجې یې د خلکو لپاره تراوسه هیڅ نه دي کړي.

هغه زیاته کړه: ''اول د هغه وخت تحريک انصاف حکومت موږ ته ډېر مشکلات پيدا کړل. زمونږ اختيارات یې کم کړل. اولس کارونو ته ضرورت لري. د کارونو لپاره موږ ته فنډ پکار دی چې تر اوسه نه دی راکړل شو. د تحصیل چیرمینانو لپاره ځانګړي الاونسونه هم نه دي راکړل شوي. دفتر او ګاډي هم نشته.''

تر ۲۰۱۸ کاله پورې په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي حکومتونو نظام په دریوو څانګو وېشل شوی وو چې پکې د کلي، تحصیل او ضلعې نظام شامل وو. خو په ۲۰۱۹م کال کې د بلدیاتي ادارو په قانون کې له ترمیم وروسته دا حکومتونه اوس په کلي، ګاونډ او د تحصیل په کچه دي.

دا هم وګورئ: په خيبر کې سیاسي فعالان د پرمختيايي کارونو له نه کېدو شکايتونه لري

د جنوبي وزيرستان لدې تحصيل چيرمين تاج ملوک مشال راډیو ته وویل، نه مراعات لري او نه د ناستې پاستې ځایې یا دفتر. هغه وویل حکومت دې د هغوی ستونزې حل کړي. ''له وفاقي حکومته هر کال سل اربه روپۍ فنډ راځي. هغه دې موږ ته راکړل شي چې په خپلو علاقو یې مصرف کړو. موږ ته د دفترونو او د ناستې ځای ضرورت هم شته دی چې بايد جوړ کړل شي.''

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د قانون د ۵۳مې مادې له مخې، د صوبې په کلنۍ بودیجه کې، ۳۰ سلنه د بلدیاتي ادارو لپاره ځانګړې دي. د ۲۰۲۲ په مالي کال کې د دې لپاره د چارواکو په وېنا ۳۷ اربه روپۍ جلا شوې وي.

د شمالي وزیرستان میرلي تحصیل چیرمین احمد سعید وایي، په قبایلو کې له پخوا راهیسې ستونزې ډېرې دي. هغه مشال راډيو ته وويل چې د قامي اسمبلۍ او سینیټ غړي په هغو ضلعو کې نه اوسیږي، بلدیاتي استازي یوازیني خلک دي چې په خپلو سیمو کې اوسیږي او د ولس ستونزې په ښه توګه هوارولی شي.

سعيد وايي: ''هلته بدامني ده، غربت دی، انفرا سټرکچر بلکل تبا ه دی، هسپتالونه، سکولونه، روډونه او د اوبه خور او نکاسۍ نظام نشته. ښکاره خبره ده چې د ټولو قبایلي ضلعو دغه مسایل دي. اولس له موږ تمه کوي. موږ له وزیراعظم، وزیراعلا او نورو چارواکو درخواست کوو چې زموږ واکونه بحال کړي چې خپل ولس ته څه نا څه کارونه پيل کړو.''

په خیبرپښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۱م کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲م کال په مې میاشتو کې شوي ول. د قبایلي ضلعو بلدیاتي استازو سربېره د خیبر پښتونخوا نورو ضلعو استازي هم د پیسو د نشتوالي او د حکومت لخوا هغوی ته د نه پاملرنې څخه شکایتونه کړي وو.

د خیبر پښتونخوا نګران حکومت چارواکي وايي کوښښ‌کوي چې د بلدياتي انتخاباتو په وخت ټاکل شويو چارواکو ته هغه پیسې ورسيږي چې دوی ته په قانون کې بېلې شوې دي. د چارواکو په خبره په دې اړه یې د ځايي منتخبو کسانو سره خبرې هم شوې دي.

د خيبر پښتونخوا د نګران حکومت ویاند میا فیروز د اپريل پر ۲۹مه، مشال راډیو ته وویل چې په تېر حکومت کې د پرمختیایي کارونو لپاره پیسې ورغلې وې خو د قبایلو استازو ته نه وې ورکړل شوې. هغه زیاته کړه چې هڅه کوي دا مسله حل کړي. ''مونږ په خپل محدودو وسایلو کې دا کوشش کوو چې دوی ته مونږ څه نا څه پیسې ورکړو. له هرې لارې چې وي. له مرکزي حکومته ورته نور فنډ هم راوړو چې د قبایلي ضلعو لپاره پرې کارونه وکړای شو.''