د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتو منتخب چارواکي فنډ او واک غواړي


په پېښور کې د بلدیاتي انتخاباتو د نوماندانو پوسټرونه ځوړند دي - انځور له ارشيفه
په پېښور کې د بلدیاتي انتخاباتو د نوماندانو پوسټرونه ځوړند دي - انځور له ارشيفه

د خیبرپښتونخوا په بلدیاتي ټاکنو کې منتخب چارواکي وايي چې د یو کال تېریدو باجود ورته تراوسه د کارونو لپاره پیسې او اختیارات نه دې ورکړل شوي.

د مردان ښاروال (مېیر) او د صوبې د بلدیاتي ادارو د منتخبو غړو د کونسل مشر حمایت الله مایار د ډېسمېبر پر ۲۵مه مشال رېډیو ته وویل، که حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو د جنورۍ پر پنځمه به د لاهور په زمان پارک او په بني ګاله کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان کور مخې ته احتجاج وکړي.

هغه د عمران خان کور ځکه یادوي چې په خيبر پښتونخوا کې د نوموړي د ګوند، تحريک انصاف حکومت دی. "تېرکال د ډېسېمبر پر ۱۹مه زموږ په سیمه کې بلدیاتي ټاکنې شوې وې. په دې موده کې دوه مالي کلونه تېر شول خو په دې دواړو کلونو کې مقامي حکومتونو ته یوه پېسه نه ده ورکړل شوې. هېڅ قسمه ټولنیز خدمات نه ورکول کېږي او نه هم ترقیاتي کارونه کېږي نو له دې سره په لاندې کچه حکومتداري هم ډېره خرابه ده."

موږ ته خلکو رایې راکړي او د چارواکو په توګه یې منتخب کړو. خو موږ پیسې نه لرو او د دوی لپاره هېڅ نه شو کولی.
فدا خان مومند

تر ۲۰۱۸ کاله پورې په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي حکومتونو نظام په دریوو څانګو وېشل شوی وو چې پکې د کلي، تحصیل او ضلعې نظام شامل وو. خو په ۲۰۱۹م کال کې د بلدیاتي ادارو په قانون کې له ترمیم وروسته دا حکومتونه اوس په کلي، ګاونډ او د تحصیل په کچه دي.

د صوابۍ د رزړ تحصیل چیرمین غلام حقاني بیا وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ترمیم وروسته هم دوی ته اختیارات نه دې ورکړل شوي. "مخکې به د فنډز ټول استعمال د تحصیل چیرمین کاوه، هغه دوی ختم کړل. موږ دا مسله هايي کورټ ته هم وړې ده چې موږ ته د ۲۰۱۹ کال ایکټ بحال شي ځکه چې زموږ انتخابات د هغه په بنیاد شوي دي. موږ احتجاجونه هم وکړل او اوس که د عدالت فیصله پرې راغله نو له دې سره زموږ مسله هوارېدای شي."

د بلدیاتي حکومتونو غړو د ډېسېمبر پر ۱۹مه په پېښور کې احتجاجي مظاهره هم کړې وه. غلام حقاني په دې احتجاج کې شامل وو. هغه وايي تر دې مظاهرې وروسته، حکومت د خزانې وزیر په ګډون د حکومتي غړو یوه کمیټي جوړه کړې ده چې د بلدیاتي حکومتونو د منتخب غړو د اختیاراتو او فنډز مسلې هوارې کړي خو تراوسه یې څه نتیجې مخې ته نه دې راغلي.

د خیبرپښتونخوا د نورو برخو په څیر په قبایلي ضلعو کې هم د بلدیاتي حکومتونو منتخب غړي د فنډز او اختیاراتو له نیشتوالي شکایتونه کوي. په مومندو کې د کسان کونسلر فدا خان مومند وايي چې په انتخاباتو کې پرې ولس باور وکړ، رایې یې ورته ورکړې او اوس دوی د ولس د مسلو هوارولو لپاره هېڅ نشې کولای.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د قانون د ۵۳مې مادې له مخې، د صوبې په کلنۍ بودیجه کې، ۳۰ سلنه یې د بلدیاتي ادارو لپاره ځانګړي شوې وي او د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ په کلني بجټ کې دا پیسې شاوخوا ۴۶ اربه روپۍ جوړېدلې. خو د خیبرپښتونخوا د بلدیاتي حکومتونو لپاره په صوبايي محکمه کې سیکریټري ساجد ګل مشال رېډیو ته وویل چې په روان مالي کال کې د بلدیاتي حکومتونو منتخب غړو د ترقیاتي کارونو لپاره ۳۷ اربه روپۍ بېلې شوي دي او دا به ورته ډېر ژر ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "موږ اوس د تحصیل ځايي حکومتونه جوړوو او د دې لپاره د اکاونټس (حساب کتاب) نظام لا نه دی جوړ شوی. د دې لپاره د مالیي محکمې یو کال وخت غوښتی وو نو هیله ده چې په دې کال کې به دا هم وشي. بل د ځايي حکومتونو په قانون کې د ترامیمو له وجې د ماليي محکمه وايي چې موږ اوس لا پيسې نشو ورکولای. خو ډیر ژر به دوی (منتخبو چارواکو) ته پیسې ورکړل شي."

په خیبرپښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۱م کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲م کال په مې میاشتو کې شوي ول.

XS
SM
MD
LG