پولیسو په سوات کې "د ۲ مهمو مطلوبو وسله والو" د نيولو دعوه کړې ده

د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور او د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډاپور د يو بل پولیس افسر سره د خبري غونډې په وخت

د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیسو ادعا کړې چې دوی ته مطلوب، ۲ مهم وسله وال یې نیولي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر اختر حيات ګنډاپور د جون پر پينځمه په يوه خبري غونډه کې وويل چې له دغو کسانو درنه وسله هم نیول شوې ده. هغه زیاته کړه چې نيول شوي کسان د مې پر ۲۳مه شوې په ليرې پرتې غرنۍ سیمې بنجوټ حمله کې ښکېل وو.

ګنډاپور د هغې پېښې يادونه کوي‌ چې پکې د وسله والو لخوا پکې يو ملکي‌ وګړی وژل شوی او يو پولیس زخمي شوی وو. د ملاکنډ ډوېژن پوليسو مشر ناصر محمود ستي د مې پر ۲۳مه خبريالانو ته ويلي‌وو چې د منګلور په بنجوټ کې ځایي خلکو د وسلوالو لاره ونیوله چې له دې سره د دواړو خواوو ترمینځ ډزې پیل شوې. په ډزو کې يو ولسي وګړی ووژل شو او کله چې پولیس هلته ورسېدل نو له وسلوالو سره یې په نښته کې سرتېری ژوبل شو.

په سوات کې اوس هم وسله وال شته خو فعاله نه دي ځکه چې ولس ورته بیداره دی.
افتاب خان

اختر حيات ګنډاپور زياتوي‌ چې وسلوالو تر تېښتې وروسته، په یو غار کې پناه اخیستې وه. "نيول شوي کسان ځکه مهم دي چې دوی په هدفي وژنو کې ککړ دي. دا کسان د سليم رباني ترهګر ګروپ په نامه يوې ډلې سره تعلق لري چې له خلکو د قلنګونو په اخیستلو او تښتونو کې هم ښکېل دي."

ګنډاپور ادعا وکړه چې په نيول شويو کې يو تن د ذاکرالله په نامه د تحريک طالبان پاکستان د غړي د تره زوی دی. د هغه په وينا ذاکرالله د بنجوټ حملې په کولو کې مرسته کړې وه. ګنډاپور زیاتوي چې هغه ټولو استخباراتي او امنيتي ادارو ته مطلوب دی نو ځکه یې پولیس د نيولو کوښښ‌کوي. تر اوسه تحريک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.

په تېرو څو مياشتو کې د خیبر پښتونخوا د ځينو نورو سیمو په شان په سوات کې هم ناامني زیاته شوې ده. د وسله والو په حملو کې ګڼو ولسي وګړو، قومي مشرانو او پولیسو ته زیانونه رسېدلی دی. د سوات اوسېدونکيو په دې وروستيو کې څو ځل دعوه کړې چې هلته وسلوال ورغلي دي. د سوات ولسي پاڅون او سوات قامي جرګې مشرانو پر حکومت غږ کړی چې وسله وال بیا منظمېدو ته پرېنږدي.

پولیس وايي دا وسلې یې له نيول شويو کسانو ترلاسه کړي دي

حکومت ټينګار کړی چې سوات ته یې اضافي سرتيري استولي دي. پوځ ويلي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي اقداماتو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د وسله والو د فعاليتونو مخه نيولې ده. د دوی په خبره، امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د سوات ولسي پاڅون مشر افتاب خان د جون پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې په ځينو ځایونو کې لا هم د وسله والو د شتون خبرونه شته دی. هغه زیاته کړه چې دوی د بشپړ امنيت غوښتنه نو له همدې امله به د امن لپاره د مظاهرو له لارې پر ریاست فشار اچول جاري ساتي.

نوموړي وويل: "موږ ته اوس هم داسې خبرونه راځي چې په ځينو ځايونو کې وسله وال شته دی. البته فعاله نه دي. دوی ځکه فعاله نه دي‌ چې ولس بیداره دی. که ترهګر څه فعاليت وښيي نو ولس به بیا راپورته کيږي. موږ د سوات خلک يو ځل ځپل شوي يو، بیا ځپل کېدل نه غواړو."

دا هم وګورئ:

علي وزير: په پښتنه سیمه کې يو ځل بیا د پلان له مخې ترهګرۍ ته لار هوارېږيد وسلوالو فعاليتونو د سوات او بونېر ولسونه اندېښمن کړي ديد پاکستان حکومت ناامني څنګه ختمولای شي؟

په ۱۹۹۲ کال کې د خیبر پښتونخوا په دير کې يو ديني عالم، مولانا صوفي محمد د "تحريک نفاذ شريعت محمدي" په نوم تنظيم جوړ کړ. وروسته د هغه زوم ملا فضل الله د تنظيم مشري په غاړه واخيسته او هغه يې په سوات کې هم فعاله کړ. فضل الله په ۲۰۰۷کال کې خپله ډله د بیت الله مسید په مشرۍ، له تحريک طالبان پاکستان سره ورګډه کړه او په سوات کې يې خپل عدالتونه ولګول.

د ملا فضل الله په مشرۍ طالبانو په سوات کې د واکمنۍ په وخت ګڼ خلک او چارواکي ووژل.په ۲۰۰۸ کال کې، د پاکستان پوځ په سوات کې د حکومتي واکدارۍ بیا پر ځای کولو لپاره د تحريک طالبان پاکستان پرضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول. خو اوس ځايي‌خلک وايي‌چې وسله وال بیا په راپورته کېدو دي.