په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ لپاره امیدوار ریحان زېب د جنورۍ په ۳۱مه د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
نوموړی د قامي اسمبلۍ په اېن ای اتمه حلقه د انتخاباتو لپاره ولاړ وو. د هغه تعلق که څه هم پخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وو خو دا چې دا ځل ورته هغه ګوند انتخاباتي ټیکټ نه و ورکړی نو ځکه نوموړی د ازاد کاندید په توګه په میدان کې وو.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار د جنورۍ په ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، ریحان زېب په همدغه ورځ د خپلو درېوو نورو ملګرو سره یو ځای په باجوړ کې په ګاډي کې روان وو چې نامعلومو کسانو یې پر ګاډي ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې څلور واړه ژوبل شول خو رېحان زېب وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د پولیسو په وینا د ریحان زېب په موټر ذ باجوړ په پاټک سیمه کې ډزې شوې دي. دم ګړۍ ته پر ریحان زېب د برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې او پولیسو هم په دې تور څوک نه دي نیولي.
دا هم وګورئ: د جنوبي وزیرستان کاندیدان وایي د کمپاین پر مهال له ستونزو سره مخامخ ديپه پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیانو لپاره انتخابات د روان ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره کېدونکي دي.
د ۲۰۲۴ز کال عام انتخابات به د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶، د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۵، د پنجاب اسمبلۍ د۲۹۷، د سیند د ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ د۵۱ څوکیو ډکولو لپاره کېږي.
باجوړ د افغانستان له کونړ ولایت سره پوله لري. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د ناامنۍ په پېښو کې د سیمې مشران، دیني عالمان او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.
د روان کال د جنورۍ پر ۱۹مه د ماموند تحصیل په بادسیا کلي کې یو ځايي ډاکټر عبدالرحمان په ډزو وژل شوی وو. د جنورۍ په ۲۰مه، د باجوړ ډاکټرانو د نوموړي ډاکټر د وژنې پرضد احتجاج هم کړی وو.
دا هم وګورئ: د پاکستان حکومت د ووټ اچونې مرکزونو امنیت لپاره پوځيان ځای پر ځای کويباجوړ یو له هغو قبایلی ضلعو څخه دی چې په تېرو کلونو کې پکې پکې ناامني زیاته شوې ده.
د جنورۍ پر اتمه د باجوړ ماموندو په بیلوټ فرش سیمه کې د پولیسو پر ګاډي بمي برید پینځه پولیس ووژل او ۲۲ یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې درو پولیسو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
په باجوړ کې د ناامنۍ پرضد وخت په وخت جرګې او مظاهرې شوې دي چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
په باجوړ کې د امنیت لپاره د اېکشن کمیټۍ مشر نثار باز مشال راډیو ته وویل چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې پرضد یې دوی وخت په وخت غونډې، لاریونونه او جرګې کړي دي خو لا هم هلته امن نه دی راغلی.
باز وویل "کله ډاکټر په نښه کېږي، کله دیني عالم، کله پولیس او ځایي مشران او کله بیا په یوه بمي چاودنه کې ۶۰ یا ۸۰ پښتانه د خاورو لاندې شي."
دا هم وګورئ: د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې په لومړي ځل د قامي او صوبایي اسمبلیو انتخابات پر یوه ورځ کېږينوموړي زیاته کړه، " هلته مزاحمت ته هم ضرورت دی او جلسو جلسونو او احتجاجونو ته هم. عام ولس سره په لاس کې نور څه دی؟ همدا احتجاجونه او دهرنې کولی شو، نور به څه وکړو؟ حکومت چې چا ته ټوپک په لاس کې ورکړی دی دا د هغوی ذمه واري ده چې امن قایم کړي."
له باجوړ پرته د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم د بدامنۍ او هدفي وژنو پېښې مخې ته راغلې دي.
د جنوري پر ۱۰مه د میرامشا په تپي سیمه کې وسلوالو يو ځايي مشر او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ ته خپلواک نوماند ملک کلیم الله له دوو نورو ملګرو سره يو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.
په تېر څه باندې یو کال کې د خیبر پښتونخوا په ګڼو ضلعو کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی او په دې لړ کې یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۱مه په پېښور کې د پولیسو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په سږنیو انتخاباتو کې د ووټ اچونې مرکزونو د امنیت لپاره پوځيان ځای پر ځای کوي.
د جنورۍ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه چې پکې د کورنیو چارو وزارت په سپارښتنه د فبرورۍ پر اتمه د ټاکنو د امنیت په خاطر د پوځ او نورو ځواکونو د سرتېرو د ځای پر ځای کولو منظوري ورکړل شوه.
حکومت ویلي دي چې د ټول هېواد پر کچ به ۲۷۲،۰۰۰ پوځیان او نور سرتېري د ووټ اچولو مرکزونو بهر ځای پر ځای کېږي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د جنورۍ په ۲۲مه، د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر مرتضا سولنګي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په هېواد کې به د ناامنيو پر پېښو سربېره د فبرورۍ پر اتمه انتخابات کوي.
په پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال او تر هغې مخکې هم د ټاکنو پر مهال پوځي سرتېري د انتخاباتي مرکزونو د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي ول. په ۲۰۱۸ز کال کې ځینو ګوندونو او سیاستوالانو په پولېنګ سټېشنونو کې د پوځي سرتېرو پر ځای پر ځای کولو نیوکې کړې وې خو د هغه وخت پوځ ویاند ویلي ول چې سرتېرو په انتخاباتي بهیر کې رول نه درلود او یوازې یې د امنیت دنده ترسره کړې وه.