امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې په هغه هېواد کې ((دننه او بهر خپلواکي او ولسواکي له ګواښ)) سره مخامخ ده.
نوموړي د مارچ پر اوومه ناوخته د امریکايي دولت د وضعیت په اړه د کانګرس دواړو جرګو ته په کلنۍ وینا کې وویل چې که څوک دا فکر کوي چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین به تر اوکراین وروسته نورې جګړې و نه کړي، نو دا ناسمه ده.
ولسمشر بایډن د استازو جرګې او سېنېټ غړو ته وویل چې اوکراین د ملګرو هېوادونو د لا زیاتو مرستو په وسیله د خپل ځان دفاع کولای شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې پر پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم انتقاد وکړ او د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په پیل کې یې د هغو بلوه ګرو یادونه وکړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجو پرضد د کانګرس په ودانۍ ورننوتي ول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ولسمشر جوبایډن هغه پېښه امریکايي جمهوریت ته د ګواښ په نوم یاده کړه.
ده په خپلو خبرو کې پر حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، سخت انتقاد وکړ او و یې ویل چې هغې ډلې په اکتوبر کې په اسراییلو کې ۱۲۰۰ تنه ووژل.
حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل بې ساري برید کړی وو او زیاتره یې ولسي وګړي وژلي او تر ۲۴۰ زیات یې یرغمال کړي وو.
ولسمشر بایډن البته پر اسراییلو هم غږ وکړ چې په غزه کې فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره اقدامات وکړي.
دا هم وګورئ:
مصري چارواکي وایي له حماس سره یې مذاکرات بې نتیجې سر ته رسېدلي ديامريکا وايي له هرې ممکنه لارې غزې ته مرستې رسول غواړيامريکا پر اسراييلو غزې ته د مرستو رسېدو لپاره د اقداماتو غږ کړی دیامریکايي ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د منځني ختیځ لانجه د دوو دولتونو په جوړېدو هوارېدای شي.
بایډن په خپله یو ساعته وینا کې زیاتې څرګندونې د امریکا سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسلو په اړه وکړې او د خپل حکومت لاس ته راوړنې یې بیان کړې.
نوموړی غواړي چې د ډېموکراټ ګوند د نوماند په حیث سږ کال په نومبر کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.