د شمالي وزیرستان د خدي سیمې اوسېدونکي وایي، په سیمه کې پر پوځي مرکز تر برید وروسته د ګرځبندیزونو (کرفیو) له وجې یې ژوند او روزګار اغېزمن شوی دی.
د سیمې ځینو استوګنو د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر ۱۶مه تر برید وروسته هلته امنیتي سرتېري وخت پر وخت کرفیو لګوي چې له وجې یې دوی له کورونو نه شي وتلای.
دا تر هغې وروسته ده، چې د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) په وينا، د شمالي وزیرستان د میرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او ورپسې په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري وژل شوي ول.
پوځ دعوه کړې وه چې شپږ وسلوال يې هم وژلي ول. د بريد ذمه واري د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې منلې وه.
دا هم وګورئ:
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۸ وسله والو د وژلو دعوه کړې دهشمالي وزيرستان کې پر پوځي مرکز بريد کې د ۲ افسرانو په ګډون ۷ سرتېري وژل شوي ديپوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې دهد میرلي اوسېدونکي لقمان خان مشال راډیو ته وویل چې تر هغې پېښې وروسته په سیمه کې ځېنې وخت کرفیو لګېږي او ځینې وخت د لټون عملیات کېږي چې له وجې یې د دوی کاروبارونه اغېزمن شوي دي.
هغه وویل "تر حملې وروسته خدي مارکیټ بند وي، دکانداران سخت پرېشانه دي. خلک بازار ته راشي خو ناڅاپه کرفیو ولګي، زموږ کاروبارونه له وړاندې نه خراب دي، موږ غوښتنه کوو چې کرفیو دې نوره نه لګېږي."
په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو د برید ښکار شوی هغه پوځي مرکز د ميرلي په خدي مارکیټ کې د لنډ وخت لپاره جوړ کړل شوی وو نو ځکه په برید کې هغه خدي مارکیټ ته هم زیان رسېدلی دی.
د هغه بازار یو بل دوکاندار عابد عقیل وایی چې په شمالي وزیرستان کې وار له مخه هدفي وژنې او د ناامنۍ نورې پېښې زیاتې وې خو پر پوځي مرکز برید او تر هغې راوروسته د لټون عملیاتو او ګرځبندیزونو خلک یرولي دي.
هغه زیاته کړه "خلک د ویرې ښکار دي. له مودو له ترهګرۍ سره مخ یو. ګڼو ځاني او مالي تاوانونو سره مخامخ شوي یو. په داسې پېښو کې ځایي ولس ته تاوان اوړي. د خلکو د ځان او مال ساتنه دې وشي. موږ امن غواړو."
د شمالي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د ناامنیو ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې کړې دي.
د اتمانزیو جرګې د ۲۰۲۳ز کال له اوړي راهیسې په سيمه کې د امنیت ټېنګښت او هدفي وژنو د مخنيوي لپاره احتجاجونه وکړل او د روان کال د فبرورۍ په پای کې یې وویل چې پوځ ورته د سیمې د امنیت ډاډ ورکړی دی.
په همدې حال کې پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په سیمه کې په دوو پېښو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.
په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله تحريک طالبان پاکستان ده. خو هلته له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې یوشمېر نورې وسلوالې ډلې هم شته چې چارواکي یې په هدفي او نورو حملو او داراز، په جرمونو کې ککړې بولي.