د خیبرپښتونخوا حکومت د کانګو وایرس مخنیوي لپاره له نورو صوبو څخه ور وړل شویو څارویو لپاره د صحت سند لازمي ګرځولی دی.
د محکمې چارواکي ډاکټر اسد علي شاه د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، حکومت ټولو ضلعو ته خواست کړی دی د قانون د ۱۴۴ مادې له مخې اسناد نه لرونکي څاروي پرېنږدي.
ضیاء محمد، چې د قربانۍ څاروي اخلي، وايي باید حکومت د وایرس او ناروغیو مخنیوی وکړي، ځکه چې څاروي په بازار کې ګرځي او د وایرس خپرېدو ویره ورسره وي.
حکومت دا کار په داسې وخت کې کړی دی چې لوی اختر ته څو اوونۍ پاتې دي او د اختر لپاره د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې منډۍ لګیږي. عموماً په دې ورځو کې په پاکستان کې کانګو وایرس زیاتېږي.
دا هم وګورئ:
په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر کسان په کانګو وایرس اخته شوي د تورخم له لارې له افغانستانه د څارویو پر درامد بندیز لګېدلی دید لوی اختر څارويوو خرڅلاو لپاره نوې لارښوونېکانګو وایرس یوه ویروسي ناروغي ده چې د کنه (Ticks) د چیچلو یا د ناروغ څاروي د وینې سره د تماس له لارې انسانانو ته انتقالېږي.
دا ناروغي تبه، سر درد، عضلاتو درد او په سختو مواردو کې د وینې بهیدنه رامنځته کوي.
د کانګو وایرس مخنیوي لپاره اړینه ده چې له ناروغه څارویو او د هغوی له وینې څخه ځان وساتل شي.
طارق علي، چې هر کال له پنجابه د اختر منډیو ته څاروي ورولي، وايي چې د کانګو وایرس شتون او د څارویو اغیزمنېدو اوازې به سږ کال د څارویو په نرخونو اغیز وکړي.
د مالدارۍ محکمې چارواکو ویلي چې د خیبر پښتونخوا هغه ضلعې چې له نورو صوبو سره پولې لري، هلته د دې اقدام عملي کولو لپاره د لنډ وخت لپاره اضافي پوستې لګول کېږي.
په دې ضلعو کې ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، صوابۍ، هریپور، کرک، کوهاټ او نوښار شامل دي.