د خيبر شخصي سکولونو مالکان وايي د ښوونځيو تړلو دړکې ورکول کېږي

په خيبر او نورو سيمو کې په وار وار سکولونه په نخښه شوي دي. پخوانی انځور

د خیبر د شخصي سکولونو مالکان وایي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د نامعلومو کسانو لخوا ورته د ښوونځیو د تړلو دړکې ورکول کېږي.

د شخصي سکولونو ځینو مالکانو د جون پر پينځمه د ويرې له کبله د نومونو نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې نامعلومه کسان د ټېلېفون له لارې ورڅخه د باج غوښتنه کوي چې دې کار دوی ډېر اندېښمن کړي دي.

دوی وويل چې ټېلېفونونه د افغانستان له موبایل شمېرو ورته کېږي، خو مشال راډيو او خپلواکه سرچینې د دې خبرو تصدیق نه شي کولای.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

باړه کې ۲۴ کاله مخکې جنګونو وران کړی سکول لا هم نه رغول شوی

په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر افتاب خان د جون پر پینځمه مشال راډيو ته وویل چې سکولونو ته تحفظ ورکول د ریاست ذمه واري ده.

هغه زیاته کړه "چې کوم واقعات کېږي او اوس چې دغه په تعلیمي ادارو کې شروع شول، نو هر سړی د خپل بچي لپاره په تشویش کې دی چې پر مخ څه کوو او د دغو ماشومانو مستقبل به څه وي؟ نو موږ له ریاسته غوښتنه کوو چې څومره ژر کېدای شي، زده کونکو ته دې امنيت ورکړي."

په لنډي کوتل کې د جون پر څلورمه د یوه شخصي سکول دروازه په بارودي موادو الوځول شوې وه او دغسې شاوخوا یوه میاشت مخکې هم د همدې سکول د مالک د کور مخې ته چاودنه شوې وه چې څه ځاني زیان نه وو رسېدلی.

دا هم وګورئ: په مومندو کې د مرمرو کارخانو مالکانو د باج اخیستنې ضد احتجاج کړی دی

د لنډي کوتل د پولیسو چارواکي امجد اپرېدي د جون پر پینځمه له مشال راډيو سره په خبرو کی خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دې پېښو مقدمې (اېف ای ار) دایرې شوي او د ترهګرۍ ضد ادارې ته يې سپارلي چې پلټنې وکړي. نوموړي وویل هېچا ته به د سیمې د امنیت خرابولو اجازت ورنه کړي.

په شمالي وزیرستان او د خيبر پښتونخوا په سوات او نورو قبايلي سيمو کې وسلوالو طالبانو د نجونو په سلګونه سکولونه وران کړي دي.

په دې وروستيو کې په شمالي‌ وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسلوالو فعاليتونه زیاته شوي دي.

ځايي‌ خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي. د پاکستان پوځ ويلي چې د وسلوالو د بریدونو مخنيوي لپاره هدفي عمليات کوي.