د خیبر پښتونخوا په خیبر او ټانک ضلعو کې په وسلوالو بریدونو کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د خیبر ضلعې د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي د جولای پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو پر همهغه شپه د باړې په بر قمبر خېلو کې د پولیسو یو سرتېری وواژه.
نوموړي وويل چې اسرار احمد په رخصتۍ کلي ته تللی وو چې وسلوالو د کور مخې ته وویشت او وتښتېدل. کلاچي زیاتوي چې د وسلوالو لټون یې پیل کړی دی. د د دې بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.
تر دې یوه ورځ مخکې په بر قمبر خېلو کې وسلوالو د یو ولسي مشر پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې دوه تنه ووژل شول خو ملک ظاهر شاه اپرېدی له بریده روغ ووت.
په همدې حال کې د ټانک پولیسو ویلي دي چې هلته وسلوالو د جولای پر ۱۱مه د پولیسو او فرنټییر کور دوه سرتېري وژلي دي.
د ټانک د پولیسو مشر عبدالسلام خالد مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو او فرنټییر کور سرتېري په رخصتۍ کور ته تللي ول چې وسلوالو په کړي حیدر سیمه کې وویشتل. د هغې حملې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.
دا هم وګورئ:
په پاکستان کې په تېرو درو میاشتو کې د تشدد پېښو ۳۸۰ کسان وژلي د خیبر پرلتوال: حکومت دې د امنیت لپاره خپله ذمه واري پوره کړيشمالي او جنوبي وزیرستان کې ۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي، ۱۰ ژوبل دي د پېښور جرګې او د شمالي وزيرستان مشرانو د نويو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دیروانه اوونۍ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې په حملو او د عملیاتو پر مهال په نښتو کې یوشمېر سرتېري او مشکوک وسلوال ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت د جون پر ۲۲مه، په هېواد کې د وسلوالو پر ضد د عزم استحکام په نوم د نويو پوځي عملیاتو پيلولو پرېکړه کړې وه.
په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د پاکستان پر امنيتي سرتېرو وسلوال بريدونه زيات شوي دي. بلخوا امنيتي سرتېري هم ادعا کوي چې د وسلوالو پرضد يې د عملياتو پر مهال د هغوی پټنځايونه په نخښه کړي او مرګژوبله يې ورته اړولې ده.
په خيبر پښتونخوا کې د روانې ناامنۍ پرضد ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې هم کړې دي.
بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.