په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تر دوه ساعته جګړې وروسته ډزبندي شوې ده.
ځایي مشران او چارواکي وایي د اګست پر ۱۸مه د خومڅو سنیانو او د بوغکي او بدامي له شیعه ګانو ترمینځ نښته پیل شوې وه چې پکې یو تن ووژل شو او دوه نور ژوبل شول. د شیعه ګانو مقامي تنظیم، انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګش په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د اتوار په مازیګر پیل شوې جګړه د فریقینو تر ډز بندي وروسته ودرول شوه. هغه زیاته کړه چې مورچې پوځ ته سپارل شوې دي او د سیمې امنیت بېرته بحال شوی دی.
د سیمې مشرانو او چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۱۸مه د دواړو لورو ترمینځ نښته د مورچې جوړولو پر سر وشوه. د کورمې په بوشارو کې، د جولای پر۲۴مه د مدګي کلي او مالي خیلو ترمینځ د ځمکې پر سر جګړه پیل شوې وه چې وروسته یې فرقه ييزه بڼه خپله کړه او د کورمې بېلا بېلو برخو ته وغځېده. په هغې جګړه کې ۴۹ کسان ووژل شول او تر ۱۷۰ ډېر ژوبل شول. د جولای پر ۳۰مه له ضلعې بهر څخه ورغلو مشرانو او سرکاري جرګې په مرسته دواړو خواوو اوربند کړی دی.
د سیمې خلک وایي، که څه هم اوربند شوی خو په ځینو سیمو کې دواړه خواوې د بل "ممکنه جنګ" لپاره په مورچو جوړلو لاس پورې کړې دی.
په سده کې د سنیانو یو مشر ملک عبدالوالي خان مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې دواړو فریقینو ترمینځ د امن تیږه ایښودل شوې وه، خو د هغې باوجود مورچې جوړې شوي دي. خان زیاتوي، تحقیقات دې وشي چې چا د مورچو جوړولو اقدام کړی او د لوظنامې خلاف ورزي یې کړې ده.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. پر دې سربیره، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
د سرکاري جرګې یو مشر، حاجي عزت ګل د اګست پر ۱۸مه، مشال راډیو ته وویل چې تر ډزبندۍ وروسته دواړو خواوو حکومت ته مورچې سپارلی وې. هغه وویل که یو فریق مورچې جوړوي نو بل ته پکار نه ده چې هلته ورشي او هغوی له کاره منع کړي، بلکې پکار ده چې هغوی هلته د ورتللو پر ځای حکومت یا جرګې ته خبر ورکړي.
په کورمه کې یو شمېر ځایونه داسې دي چې د جګړې لپاره پکې سمیټي مورچې او خوندي ځایونه جوړ شوی دی. تېر کال د اګست په میاشت کې د سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ د خونړیو نښتو او بیا تر اوربند وروسته د امن ساتنې لپاره د هغو ځایونو د ویجاړولو پرېکړه شوې وه، خو لا هم عملي شوې نه ده.