د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وحدت المسلمين مشرانو له حکومته په کورمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه تکرار کړه


د جون پر څلورمه په پاړه چمکنۍ کې د خلکو مظاهره
د جون پر څلورمه په پاړه چمکنۍ کې د خلکو مظاهره

په خیبر پښتونخوا کې د مجلس وحدت المسلیمین مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په کورمه کې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

د جون پر ۲۳مه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته د شیعه ګانو یو مشر عابد حسین شاکري مشال راډیو ته وویل چې په کورمه کې مدني فعالان د امن لپاره لاریونونه او غونډې کوي خو د حکومت د پام نه کولو له وجې په سیمه کې د ناامنۍ پېښې دوام لري. هغه وویل چې "په کورمه کې نور عناصر د بریدونو په کولو سره د شیعه ګانو او سنیانو د بدنامولو هڅه کوي" نو باید حکومت د امن خرابوونکیو خلاف اقدامات وکړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

د دې ترڅنګ له یوې مودې راهیسې په کورمه کې بالعموم او په منځنۍ کورمه کې په ځانګړي ډول امنیتي وضع خرابه ده او هلته په بریدونو کې نه یوازې ولسي وګړي بلکې امنیتي سرتېري هم په نخښه شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په منځنۍ کورمه کې وسلوال ګرځي او حملې کوي. د کورمې شیعه او سني فعالانو د جون پر ۱۵مه د ناامنۍ پرضد له سدې څخه تر پاړه چیناره احتجاجي لاریون کړی وو، خو د جون پر۲۰مه هم په کواټ کې وسلوالو کورمې ته پر تلونکي یو مساپر وړونکي ګاډي برید وکړ چې پکې د ډرېور په ګډون دوه تنه ووژل شول او درې ژوبل شول.

د برید خلاف د جون پر ۲۱مه احتجاج شوی وو. په دغه موقع احتجاج کوونکو مشال راډيو ته ویلي وو چې حکومت دې د فرقه ییز اختلافاتو پر اساس پر مسافر وړونکو ګاډو د ترسره کېدونکو بریدونو لړۍ ودروي.

د پاکستان پوځ په منځنۍ کورمه کې څو ځلې د وسلوالو پرضد عملیات کړي دي. ضلعي انتظامیې او د خیبر پښتونخوا حکومت هم په بیا بیا ویلي دي چې په کورمه کې امنیت ته ژمن دي.

د خیبر پښتونخوا مشر یا چیف سېکرټر ندیم اسلم چودري د جون پر ۱۱مه په پاړه چینار کې د ځايي مشرانو غونډې ته ویلي ول چې حکومت د امنیت په برخه کې خپل مسوولیت پوره کوي. د هغه په خبره سیمې ته "ځینې خلک ورداخل" شوي دي، خو په وینا یې چې کله ولس متحد شي او د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي نو د امن خرابولو هره هڅه ناکامولې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په یوې غونډه کې د ترهګرۍ او سختدریځې مخنیوي لپاره د هېواد پر کچ د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو منظوري ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG