د چمن سیاسي مشرانو له افغانستان سره د پاسپورټ او ویزې ختمولو غوښتنه کړې

د چمن خلکو د اګست له ۱۳مې یو ځل بیا په احتجاج لاس پورې کړی دی ـ د اګست ۱۴مې انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې سیاسي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په سرحدي سیمو کې د روزګار دروازې پرانیزي او د چمن او سپین بولدک ترمینځ د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.

سیاسي ګوندونو او تجارتي اتحادیو د اګست پر ۳۰مه په چمن کې یو احتجاجي لاریون وکړ، چې له ټرنچ سړک څخه پیل او د ښار له بېلا بېلو برخو څخه تر تېرېدو وروسته په تاج چوک کې په لویه جلسه بدل شو.

جلسې ته د وینا پر مهال د ولسي تحریک مشر صادق اڅکزي وویل چې د پاسپورټ او ویزې شرط له امله په چمن کې نا امني او بې روزګاري زیاته شوې ده.

په همدې حال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سېکتر عبدالرحیم زیارتوال وویل چې تر څو د چمن او سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم نه شي، دوی به ارام نه کیني.

د جمیعت علمای اسلام (ف) مرکزي غړي حافظ یوسف په خپله وینا کې اعلان وکړ چې د پاسپورټ او ویزې شرط او د چمن د نورو ستونزو د حل لپاره قبایلي جرګه ورغواړي.

په چمن کې د وروستۍ جلسې او په دې کې د غوښتنو په اړه تر اوسه حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي، خو د چمن ډپټي کمشنر راجه اطهر عباس، ویلي دي چې د وفاقي حکومت له لوري د ایران په څېر د افغانستان سره پر سرحدي پوله د ګډ مارکیټ د جوړولو پر پلان کار پیل شوی دی.
د ایران او پاکستان ترمینځ ګډ مارکیټونه هغه سوداګریزې سیمې دي چې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې جوړېږي چې هدف یې د سرحدي سیمو خلکو ته د اقتصادي فرصتونو برابرول، د غیر رسمي سوداګرۍ مخنیوی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کول دي.

دا هم وګورئ:

چمن کې پرلتوالو له تورو بېرغونو سره احتجاجي لاریون کړیچمن کې ځايي خلکو، سوداګرو او پنډيانو يو ځل بيا پرلت وهلید چمن سوداګر او پنډیان وایي، حکومت ورسره له کړې ژمنې په شا شوی دی

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ویلي ول چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) ول چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلت روان ۲۰۲۴ز کال کې د جولای په ۲۲مه، له هغې وروسته پای ته ورسېد چې د بلوچستان د پخواني لنډ مهال حکومت صوبایي وزیر عنایت کاکړ پرلتوالو ته ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به یو ځل بیا د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره تګ راتګ او تجارت کوي. خو پر هغه اعلان عمل و نه شو چې له امله یې د چمن د لغړي اتحاد او وړو تجارانو له لوري د اګست پر ۱۳مه یو ځل بیا پرلت پیل شو، چې لا هم روان دی.

پرلتوالو د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

خو د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت په بیا بیا ویلي ول چې د قانوني سفري اسنادو له شرطه نه په شا کېږي او دا چې دا کار د ملي امنیت په ګټه دی.