د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې ځايي خلکو، سوداګرو او پنډيانو يو ځل بيا پرلت وهلی


چمن کې سوداګرو او پنډيانو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۲۱مې پرلت وهلی وو ـ انځور له ارشيفه
چمن کې سوداګرو او پنډيانو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۲۱مې پرلت وهلی وو ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پنډیانو (لغړيانو) د ټولنې او پرلت مشر اعلان کړی چې د اګست پر ۱۳مه يې يو ځل بيا پرلت وهلی او د اګست پر ۱۴مه به په چمن کې په تورو بيرغونو سره احتجاجي لاريون کوي.

غوث الله د اګست پر ۱۳مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دعوه وکړه چې حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمنې په شا شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په چمن کې نهه میاشتنۍ احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه شوه چې د پرلت غړو او مشرانو وویل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې. خو غوث الله زياته کړه چې چارواکو تر څو ورځو پورې خلکو ته په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکړه خو اوس بیا پاسپورټ او ویزه غواړي.

غوث الله وايي چې له هغوی سره حکومت ژمنه کړې وه چې د چمن او سپین بولدک ټولو خلکو ته به په شناختي کارډ او تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکوي. نوموړي زياته کړه چې اوسنی پرلت به هم د پخوا په څير وي خو دا ځل به دوی لويې لارې بندوي او د بلوچستان د ګورنر او صوبايي اسمبلۍ مخې ته به هم احتجاجي ناستې کوي.

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان صوبايي حکومتونو لا تر اوسه په چمن کې د نوي پرلت وهلو په غبرګون کې څه نه دي ويلي. خو مخکې یې د پرلتوالو د غوښتنې منلو په اړه ويلي وو چې خپلې ژمنې یې پوره کړې دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو د اګست پر څلورمه، مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت پر خپله ژمنه ولاړ دی او پنډیان بې له سفري اسنادو له سپین بولدک سره تګ راتګ کولای شي.

خو د پرلتوالو یو مخکښ، صادق اڅکزي مشال راډيو ته ويلي چې حکومت یوازې پنډيانو ته بې له پاسپورټ او وېزې د تګ اجازه ورکوي. هغه زیاته کړه چې باید د چمن او سپین بولدک ټولو اوسېدونکو او کاروباریانو ته په شناختي کارډ او تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په پیل کې ویلي ول چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي. د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) ول چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوالو ویل چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد. پرلتوالو د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوله. خو د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت په بیا بیا ویلي ول چې د قانوني سفري اسنادو له شرطه نه په شا کېږي او دا چې دا کار د ملي امنیت په ګټه دی.

XS
SM
MD
LG