د سيند پوليسو د مذهب په سپکاوي تورن ډاکتر وژلی دی

پاکستان کې پوليس سرتېري ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د سیند صوبې پولیس وايي چې د مذهب په سپکاوي تورن یو ډاکتر یې په نښته کې وژلی دی.

د میرپور خاص ضلعې یو لوړپوړي پولیس افسر اسد علي چودري پرون مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه شپې مهال پر موټرسایکل سپرو دوو وسلوالو د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې.

دی وايي، د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو کس ووژل او بل ژوبل شو. چودري وايي، وروسته معلومه شوه چې په ډزو کې وژل شوی کس ډاکتر شاهنواز نومېده چې په عمرکوټ ضلع کې د مذهب سپکاوي په تور تورن شوی وو.

د عمرکوټ انتظامي مشر نوید لاړک مشال راډیو ته وویل چې د ښار اوسېدونکو په ځايي هدیره کې د ډاکتر شاهنواز د ښخولو اجازه ور نه کړه چې تر هغې وروسته یې پلار پر خپله شخصي ځمکه خاورو ته وسپاره.

لاړک وايي چې پر ډاکتر شاهنواز د سېپټېمبر پر ۱۷مه د یو جومات د امام په مدعیت کې د مذهب سپکاوي مقدمه دایره شوې وه. دی زیاتوي چې خلکو پر هغه تور پورې کړی چې پر فېسبوک یې په لیکنو کې د مذهب سپکاوی کړی دی.

د ډاکتر شاهنواز کورنۍ لا د خلکو د تورونو او د میرپور خاص د پولیسو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې پر ټولنيزو شبکو د نوموړي په حواله ويل شوي ول چې بل چا د هغه په نوم پر فېسبوک مذهب ته د سپکاوي ليکنې کړې وې.

دا هم وګورئ:

په کوټه کې د مذهب په سپکاوي تورن کس، د پولیس سرتېري لخوا وژل شوی کراچۍ کې فعالانو یو مسیحي ته مرګ سزا اورول کېدو ضد مظاهره کړېد قامي اسمبلۍ قرارداد: حکومت دې د مقدساتو د سپکاوي په نوم وژنو مخنیوی وکړي د بشري حقونو کمېشن: پارلېمان دې د "بنسټپالنې او د بلوه ګرو تشدد ختمولو هوډ" وکړيپېښور کې مذهبي مشرانو د لږکيو د خوندیتوب غوښتنه کړې

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور پېښې

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب سپکاوي په تور د تاوتریخوالي پېښې کېږي. په هغه هېواد کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو قانون شته خو پر دې سربېره اکثر خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

د سېپټېمبر پر ۱۲مه، د بلوچستان په سرښار کوټه کې يو پولیس سرتېري په تاڼه کې دننه د مذهب په سپکاوي تورن کس باندې ډزې وکړې او هغه يې وواژه.

تر هغه وړاندې، د جون پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د سوات په مدين کې پارېدلو کسانو له سيالکوټه ورغلی یو سيلانی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وواژه.

وروسته پوليسو د هغې پېښې د پلټنو لپاره يوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړه او ۲۲ مشکوک کسان يې ونیول.

پولیس وايي چې پر نیولو کسانو یې په مقدمه کې د وژنې، اقدام قتل، سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو او د ترهګرۍ مادې یا دفعې هم شاملې کړې دي.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاته کړې وه چې ریاست یا دولت د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومتونو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.