د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ قرارداد: حکومت دې د مقدساتو د سپکاوي په نوم وژنو مخنیوی وکړي


د پاکستان قامي اسمبلي - انځور له ارشیفه
د پاکستان قامي اسمبلي - انځور له ارشیفه

د پاکستان قامي اسمبلۍ د يو قرارداد په منظورولو سره له حکومته غوښتنه کړې ده چې د پارېدلو کسانو لخوا د مذهب د سپکاوي په نوم د خلکو وژنې ودروي.

د قامي اسمبلۍ پر اېکس (پخواني ټويټر) اکاونټ خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د جون پر ۲۳مه د قانون وزیر اعظم نزیر تارړ يو قرارداد وړاندی کړ. تارړ چې د مسلم ليګ (ن) مخکښ‌دی، په وفاق او پنجاب کې په خپلو حکومتونو او په خیبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف پر حکومت غږ وکړ چې د مقدساتو د سپکاوي په نوم وژنو مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.

تارړ دا نه دي ويلي‌چې دی پخپله د قانون د وزير په توګه د پارېدلو خلکو لخوا د وژنو ودرولو لپاره څه کوي. خو زیاته یې کړه چې هر کس د ژوند حق لري او په پاکستان کې د دې وژنو زیاتېدل اندېښمنونکی حالت رامنځته کړی دی. هغه د وروستيوو پېښو د پلټنو او پکې ښکېلو کسانو ته د سزا غوښتنه وکړه.

د سوات په مدین کې د جون په ۲۰مه ځايي اوسېدونکو له سیالکوټه ورغلی یو سېلانی مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي په تور وواژه. د پولیسو په وېنا، دغه سېلګر په تاڼه کې موجود وو چې بلوه ګرو د مدین په تاڼه هم برید وکړ. چارواکي وایي چې وژل شوي کس په تاڼه کې د پولیسو په وړاندې په ځان مذهب ته د سپکاوي تور رد کړی وو.

د سوات پولیسو د هغه کس د وژنې او پر تاڼې د برید په تړاو مقدمې دایرې کړې دي. د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د جون پر ۲۳مه وویل چې په هغه پېښه کې یې د ککړتیا په تور ۲۲ تنه نیولي دي.

پر دې سربیره، د مې پر ۲۵مه د پنجاب په سرګودها کې پارېدلو کسانو د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور یو عیسايي وګړی وواهه او ژوبل یې کړ. دغو خلکو وروسته د تورن کس د کورنۍ د بوټانو جوړولو کارخانې ته اور واچاوه. د سرګوهې پولیسو رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې د دې پېښې په تړاو یې له سلو زیات کسان نيولي دي.

له دې پېښو وروسته، د جون پر ۲۳مه، د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ويلي وو چې پارلېمان دې د "بنسټپالنې او د بلوه ګرو د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره ګډ هوډ ښکاره" کړي. کمېشن د جون پر اېکس په بیان کې له وفاقي اېتلافي حکومته هم غوښتي دي چې د دې ډول پېښو مخنیوي اقدامات دې وکړي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي. په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

XS
SM
MD
LG