په بنو کې وسله والو د پولیسو یو استخباراتي چارواکی په هدفي برید کې وژلی دی

د خیبر پښتونخوا د بنو په ګډون یو شمېر سیمو کې هدفي بریدونه په پرلپسې توګه روان دي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس وايي چې وسله والو د دوی د استخباراتي څانګې ( انټېلېجنس بیورو) انسپکټر سلطان ایاز په هدفي برید کې وژلی دی.

دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د سېپټمبر پر ۲۰مه ناوخته مشال راډيو ته وویل چې په هم هغه ورځ په بنو کې پر موټر سایکل سپرو نامعلومه وسلوالو سلطان ایاز په ډزو وژلی او د هغه ورور یې ژوبل کړی دی.

دا چارواکي وايي چې برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلې دي او دوی د نامعلومه وسلوالو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د برید ‌ذمه واري تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې. د خیبر پښتونخوا په یو شمېر قبایلي ضلعو او هغوی ته څېرمه سیمو کې په دې ورستیو کې د ناامنۍ پېښې خورا زیاتې شوې دي.

دا هم وګورئ:

شمالي وزیرستان او لکي مروت کې په بېلا بېلو پېښو کې ۴ کسان وژل شويجنوبي وزيرستان کې ۶ پوځيان وژل شوي، ۱۰ ژوبل دي

د سېپټمبر پر ۲۰مه په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو تن وژلی وو. پر یو موټر د ډزو په هغه پېښه کې درې نور کسان زخمیان شوي هم وو.

په هم دې ورځ په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر یوه پوسته په وسلوال برید کې شپږ پوځیان ووژل شو او ۱۰ نور ژوبل شو.

د هغې سيمې استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو سهار وختي په لده تحصیل کې د پوځ پر امنيتي پوسته بريد وکړ چې وروسته د دواړو غاړو ترمينځ تر ډېره وخته ډزې هم وشوې.

تر هغه یوه ورځ وړاندې د سېپټمبر پر ۱۹مه په لکي مروت کې وسلوالو د پوځ یو پخوانی صوبیدار په هدفي برید کې وژلې وو. د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

دا هم وګورئ:

د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ حکومتي غړي وايي پوځ دې په سیاست کې د لاسوهنې پر ځای امنيت ټينګ کړيله لکي مروت وروسته په بنو او باجوړ کې هم پولیسو احتجاج کړی

په عین حال کې پوځ د سېپټمبر پر ۲۰مه ادعا وکړه چې د سېپټمبر پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې یې اووه مشکوک وسلوال وژلي دي. خووسله والو طالبانو په دې اړه لا څه ندي ویلې.

د خیبر پښتونخوا په قبايلي سيمو اوجنوبي ضلعو لکه بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې په دې وروستیو کې د وسلوالو له خوا پر پولیسو، امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه زیات شوي دي.

په سیمه کې خلکو او پولیسو د ناامنۍ ضد وخت په وخت احتجاجونه، جرګې، پرلتونه او لاریونونه کړي دي، خو حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د امنیت بحالولو ته ژمن دي.