د شمالي وزیرستان د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته کډه شوي خلک وايي چې ۱۰ کاله یې په کډوالۍ کې تېر کړل او اوس غواړي چې خپلو سیمو ته ستانه شي.
دغو وزيرستانيو کډوالو د سېپټېمبر پر ۲۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت دې زر تر زره خپلو سيمو ته د دوی د بېرته ستنولو بهیر پیل کړي.
دغه کډوال د افغانستان په خوست، برمل، پکتیکا، پکتیا او ځینو نورو سیمو کې مېشت دي. د پکتیا ولایت په لمن ولسوالۍ کې مېشت د شمالي وزیرستان د دته خېلو اوسېدونکي احسان وزیر مشال راډیو ته وویل چې نور د کډوالۍ ژوند نه شي تېرولی او حکومت باید د دوی د ستنولو په اړه فیصله وکړي.
هغه وویل "موږ د ۲۰۱۴ز کال د جون له ۱۵مې راهیسې دلته کډوال یو. موږ څو وارې خپلو سیمو ته د تګ غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی. د پاکستان حکومت او طالبانو هېڅ مرسته نه ده کړې او موږ نور تنګ شوي یو، بېرته خپلو سیمو ته تلل غواړو."
په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستاني پوځ له لوري د وسلوالو پر ضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو له امله له یو ميلیون زیات خلک بې کوره شول چې ځینې یې په افغانستان او ځینې نور د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې په کېمپونو کې مېشت شول.
تر ضرب عضب عملياتو وروسته حکومت د دې کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړ او زرګونه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو لا هم ګڼ شمېر کورنۍ په افغانستان او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پاتې دي او خپلې اصلي سیمې ته نه دې ستنې شوې.
دا هم وګورئ:
د بکاخېلو کډوال وايي د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې ديپه خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال ژمنۍ مرستې غواړيافغانستان مېشتي وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړيد ګلانو کېمپ وزیرستاني کډوال مرستې غواړيله افغانستانه ستنې شوې ځینې کورنۍ لا هم خپلو اصلي ځایونو ته نه دي پرېښوول شوي او لا هم د بنو په بکاخېل په کېمپ کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
کډوال وایي چې په بې کورۍ کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او په کېمپونو کې د روغتیایي اسانتیاوو، تعلیم، او روزګار نه شتوالی د دوی ژوند سخت کړی دی.
په افغانستان کې مېشت یو بل کډوال زاهد خان وايي چې په مخکېنیو مرحلو کې ډېر کډوال ستانه کړل شول، خو اوس هم زرګونه کورنۍ په خوست، پکتیا، پکتیکا او نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي او ښځې او ماشومان یې د خپلو سیمو د لیدو په ارمان دي.
هغه وویل "د پاکستان حکومت دې د کډوالو د ستنېدو لپاره د غلام خان لاره خلاصه کړي. موږ پینځه شپږ زره کسان پاتې یو. زموږ ماشومان بې تعلیمه پاتې دي. دلته نه د سکول سهولت شته، نه د ډاکټر. موږ ته دې لاره خلاصه کړي، خپلو سیمو ته تلل غواړو."
د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم او د خیبر پښتونخوا قدرتي افتونو د انتظام ادارې ویاند احسان داوړ مشال راډیو ته وویل چې په تېرو کلونو کې له افغانستان څخه ۱۱،۰۰۰ کورنۍ راستانه شوې دي. "تر هغې وړاندې په څو مرحلو کې څه د پاسه ۵،۰۰۰ کورنۍ هم ستنې شوې وې او حکومت ورته پوره بندوبست کړی وو، خو هغه کورنۍ چې اوس په افغانستان کې مېشتې دي، دوی په خپله خوښه د ستنېدنې له بهیره ځانونه پاتې کړي ول."
دوی وویل چې د پاتې کورنیو د بېرته راستنولو لپاره مشخصه نېټه نه شي په ګوته کولای، خو پلان لري چې کله خلک ستنېدو ته تیار وي، نو د ستنولو یو بل بهیر به هم ژر پیل شي.