د خیبر ضلعې د باړې سیاسي اتحاد مشر خان ولي اپرېدی د ریاست او امنیتي ادارو پر ضد د ویناوو په تور نیول شوی دی.
په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې اپرېدی یې د نومبر په اتمه د شپې نیولی دی.
یاد چارواکی وايي چې خان ولي اپرېدی له دې کبله نیول شوی چې هغه او شاوخوا ۴۰ ملګرو یې د اکتوبر پر ۱۰مه د باړې مرکزي چوک تړلی وو او هلته یوې جلسې ته د وینا پر مهال یې د پاکستان د ریاستي او امنیتي ادارو پر ضد خبرې کړې وې.
بلخوا، سیاسي اتحاد دغه تورونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر اتمه د باړې سیاسي اتحاد په تیرا کې د مارټر ګولو په برید کې د ماشومانو د وژنې پر ضد احتجاج وکړ. د سیاسي اتحاد مشر خان ولي اپرېدي غوښتل چې د امنیتي ځواکونو له خوا په توغول شویو مارټر ګولو کې د وژل شویو دوو ماشومانو مړي د احتجاج په توګه په پېښور کې د کور کمانډر دفتر مخې ته یوسي، خو وروسته د قومي مشرانو او ځايي پوځي افسرانو تر مینځ تر "کامیابو" مذاکراتو وروسته، هغوی د ماشومانو مړي بېرته تیرا یوړل او هلته یې خاورو ته وسپارل.
دا هم وګورئ:
د خيبر د باړې سياسي اتحاد په تیرا کې د ماشومانو د وژنې ضد احتجاج کړی دید بر جنوبي وزیرستان خلک وايي د پوځ په توغندیو ماشومان لګېدليخيبر کې د مارټر ګولو بريد کې ۲ ماشومان وژل شوي، ۵ ژوبل ديد باړې سیاسي اتحاد مشرانو د خان ولي اپریدي نیول غندلي او ویلي یې دي چې پکار ده پولیس هغه ژر خوشې کړي، او که په وخت یې خوشې نه کړي نو دوی به په احتجاج لاس پورې کړي.
خان ولي اپریدی د جماعت اسلامي ګوند سره تړاو لري او په تیرو انتخاباتو کې د خپل ګوند په ټکټ د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ لپاره کاندید ټاکل شوی وو.
اپریدي د نومبر پر اتمه په باړه بازار کې د سیاسي اتحاد له خوا ترسره شوې احتجاجي مظاهرې ته وینا هم کړې وه او په تیرا کې یې د پوځ عملیاتو او د وسلوالو په شتون سخت غبرګون ښودلی وو.
خان ولي اپریدي له اوږدې مودې راهیسې په باړه او تیرا کې د امن مارچونو مشري کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشرۍ کې یې د خیبر په ریګي للمه کې د پښتون قامي عدالت په نامه درې ورځنۍ جرګه کې مهم رول ترسره کړی وو او هغې جرګې ته یې څو څو وارې ویناوې کړې وې.
د جرګې لپاره د پي ټي اېم رسمي اېکسپاڼې د اپریدي د ویډیو په خپرولو سره د پولیسو لخوا د هغه د نیولو غندنه کړې ده.
په بیان کې راغلي دي چې اپریدی نن (د نومبر پر نهمه) په جمرود کې عدالت ته وړاندې شو او بیا زندان ته ولېږل شو.
د خیبر انتظامي چارواکو د اکتوبر ۱۱مې جرګې د ملاتړ په تور کې د خان ولي اپریدي نوم په شیډول ۴ کې شامل کړی او هغه یې د مطلوبو کسانو په فهرست کې اچولی دی.