په بلوچستان کې د ناامنۍ له وجې د سکرو وړونکو ټرکونو مالکانو کاربندیز اعلان کړ

نامعلومو وسله والو د ۲۰۲۳ کال په جون کې په زیارت کې سکاره وړونکي ۸ ټرکونه سوځولي‌وو

بلوچستان کې د لاریو مالکانو د احتجاج په توګه د کویلې يا سکرو له بارولو انکار کړی دی.

د لاریو اتحادیې د مشرانو په وینا، دوی دا پريکون د ناامنۍ له وجې اعلان کړی دی. دوی زیاتوي چې د درېیو ورځو لپاره د هرنای شاهرګه، دکي او سماولنګ سیمو څخه کویله نه باروي.

د سکرو ټیکیداران وايي چې د حکومت له لوري د امنیت نشتوالي له امله دوی ته ډېر لوی زیان رسېدلی دی. د دکي په سیمه کې د سکرو د کانونو د اتحادیې مشر حاجي ایوب ناصر د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې په وروستیو کې په دوکي او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ د پرلپسې پېښو له امله ټرانسپورټران دې ته اړ شوي چې کویله سیند، پنجاب او خیبر پښتونخوا ته بارول بند کړي.

له دې وړاندې، د نومبر په ۱۰مه د بلوچستان ټرانسپورټرانو اعلان کړی وو چې د کویلې پر لاریو د وسلوالو بریدونو پر ضد به د نومبر له ۱۱مې څخه تر ۱۴مې پورې د کویلې بارول بندوي.

دا هم وګورئ: بلوچستان: د سکرو د ټرکونو سوځولو خلاف په هرنايي او شاهرګه کې کاربنديز شوی

دا تر هغې وروسته ده چې چې د نومبر پر نهمه مه په دکي کې وسلوالو په کویلې بار درېیو لاریو باندې اور ولګاوه، او په دې نښته کې د پولیسو مرستیال انسپکټر خلیل احمد هم ژوبل شوی وو.

د بلوچستان په ځینو سیمو کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي پکې په نخښه کېږي چې پر ضد یې په بېلا بېلو وختونو کې مظاهرې شوې دي.

تېر کال د جون پر ۲۶مه د زیارت په مانګي سیمه کې هم وسلوالو په سکرو بار ۱۱ ټرکونه سوځولي وو. د پېښې ذمه واري هم بي اېل اې منلې وه. پر دې سربیره د ټرکونو مالکانو له باج اخیستونکو هم شکايت لري.

په بلوچستان کې د سکرو يا کويلې له کاروبار سره په مجموعي توګه د لسګونو زرو خلکو روزګار تړلی دی. د کانونو مالکان وايي، له هغه وخت راهیسې چې امنیتي اندېښنې پیدا شوې دي، مزدوران دې ته زړه نه ښه کوي چې په غرنیو سیمو کې کانونو ته ولاړ شي.

بلخوا د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو (کویلې) کاروباریان وايي، اېف سي ځواک هره میاشت ورڅخه د امنیت ساتنې په نامه په لکونو روپۍ اخلي خو امنیت یې نه ساتي. د سکرو د کانونو مالکانو ويلي چې اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي.

د کانونو مالکان دا هم وایي چې بېلتونپاله وسلواله ډله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ورڅخه باج اخلي، او که يې ور نه کړي نو بيا د مرګ ګواښونه ورته کوي.

په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په مشرتابه کې د نومبر پر ۱۱مه د کابینې غونډه شوې چې په کې د صوبې د امنیتي وضعیت د ښه کولو پرېکړه شوې ده. حکومت ژمنه کړې وه چې له ترهګرۍ سره مبارزه به په کلکه جاري ساتي او په ټوله صوبه کې به امنیت ټینګوي.