د پاکستان پوځي چارواکو د خیبر تیرا مشرانو ته باور ورکړی چې په راتلونکي کې به د عملیاتو پر مهال ولسي ځایونه نه په نښه کوي.
د خیبر ضلعي انتظامیې د نومبر پر ۲۴مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې پوځي چارواکو د تیرا له مشرانو سره جرګه کړې او د عملیاتو پر مهال د وژل شویو او ژوبلو کسانو کورنیوو ته یې معاوضې ورکړې دي.
خو د سیمې سیاسي فعال جاوید شاه او ځینو نورو کسانو د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ویلي چې تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د ولسي ځایونو د نه په نښه کولو ډاډ ورکړی وو، خو د دوی په وینا، دغه ژمنې پوره شوې نه دي.
دا هم وګورئ: د خيبر د باړې سياسي اتحاد په تیرا کې د ماشومانو د وژنې ضد احتجاج کړی دیجاوید شاه زیاته کړه: "موږ د دوی (امنیتي ځواکونو) په خبرو هېڅ باور نه لرو. که دوی موږ ته ډېر شنه باغونه وښیي هم، موږ عوام او سیاسي خلک په دې خبرو کې نه راځو. شدت پسندان زه هم وینم او ته (امنیتي ځواکونه) یې هم وینې، خو په هغوي څه نه کېږي، او زه ټول تکلیف ګالم. زما ریاست او زما ادارې څه کوي؟"
د نومبر پر ۱۹مه د تیرا په باغ سیمه کې د وسلوالو په برید کې اته سرتېري وژل شوي ول چې په ځوابي حملو کې یې د وسلوالو ترڅنګ ولسي ځایونه هم په نښه شوي ول.
د نومبر پر شپږمه هم د تیرا په بوټان شریف کې امنیتي ځواکونو په ولسي ځایونو توغندي او د هاوان ګولې توغولې وې چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان شوي ول.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۱مه هم په پير مېله (پير مېنه) سيمه کې لومړی د پاکستان پوځ د لویو ډرون کېمرو پروازونه وکړل او بیا یې مارټر يا د هاوان مرمۍ وتوغولې چې په نتيجه کې يې له ۱۰ زيات ماشومان او يوشمېر لويان ژوبل شول. ځينو کسانو هغه ډرون بريد بللی وو خو شواهد يې نه ول وړاندې کړي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او اوتوغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د مارټر ګولو د لګېدو په پېښو کې ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس احتجاجونه هم کړي دي.
خو د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې وايي چې د عملیاتو پر مهال د خلکو خوندیتوب ته پوره پام کوي.