د خیبر سیاسي فعال خان ولي اپریدی د پېښور له مرکزي یا سینټرل جېل څخه په ضمانت خوشي شوی دی.
د خان ولي اپریدي وکیل، ایډوکیټ فرهاد اپریدي د ډېسېمبر پر شپږمه، مشال راډیو ته وویل چې په یو شمېر مقدمو کې یې د موکل ضمانتونه منظور شوي دي او هغه په باړه کې خپل کور ته رسېدلی چې ځایي خلکو یې هرکلی کړی دی.
خان ولي اپریدی د خیبر پولیسو د نومبر پر اتمه له باړې څخه د ریاست ضد ویناوو پر تور نیولی وو.
د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو په وینا، پولیسو د خان ولي اپریدي په ګډون هغه ګڼ کسان نیولي ول چې د اکتوبر پر ۱۱مه د جمرود په ریګي للمه کې یې په پښتون قامي جرګه کې ګډون کړی وو.
د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ په خیبر کې د پښتون قامي عدالت په نوم تاریخي جرګه شوې وه چې پکې پښتنو د ورپېښو ستونزو د حل په اړه پکې ګڼې پرېکړې شوې وې.
د خیبر پولیسو پر اپریدي د ترهګرۍ ضد قانون، قتل، او د ریاست پر ضد د خلکو پارولو مادې شاملې کړې وې. د خیبر چارواکو د هغه نوم په څلورم جدول (فورت شیډول) کې شامل کړی وو.
دا هم وګورئ:
د خيبر د باړې سياسي اتحاد په تیرا کې د ماشومانو د وژنې ضد احتجاج کړی دید بر جنوبي وزیرستان خلک وايي د پوځ په توغندیو ماشومان لګېدليخيبر کې د مارټر ګولو بريد کې ۲ ماشومان وژل شوي، ۵ ژوبل دياپریدی وروسته له هغې نیول شوی وو چې د نومبر پر اتمه یې یوې احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې په تیرا کې د امنیتي ځواکونو له خوا په توغول شویو مارټر ګولیو د ولسي وګړو په نښه کولو سختې نیوکې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر اتمه د باړې سیاسي اتحاد په تیرا کې د مارټر ګولو په برید کې د ماشومانو د وژنې پر ضد احتجاج وکړ.
د سیاسي اتحاد مشر خان ولي اپرېدي غوښتل چې د امنیتي ځواکونو له خوا په توغول شویو مارټر ګولو کې د وژل شویو دوو ماشومانو مړي د احتجاج په توګه په پېښور کې د کور کمانډر دفتر مخې ته یوسي، خو وروسته د قومي مشرانو او ځايي پوځي افسرانو تر مینځ تر "کامیابو" مذاکراتو وروسته، هغوی د ماشومانو مړي بېرته تیرا یوړل او هلته یې خاورو ته وسپارل.
خان ولي اپریدی د جماعت اسلامي ګوند سره تړاو لري او په تیرو انتخاباتو کې د خپل ګوند په ټکټ د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ لپاره کاندید ټاکل شوی وو. نوموړي د ۱۱ اکتوبر جرګې په جوړولو کې فعال رول ترسره کړی وو.
خان ولي اپریدي له اوږدې مودې راهیسې په باړه او تیرا کې د امن مارچونو مشري کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشرۍ کې یې د خیبر په ریګي للمه کې د پښتون قامي عدالت په نامه درې ورځنۍ جرګه کې مهم رول ترسره کړی وو او هغې جرګې ته یې څو څو وارې ویناوې کړې وې.