د خيبر پښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان ولسي مشران وايي چې په سيمه کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ د پرلپسې نښتو له وجې خلکو کډې کول پيل کړې دي.
ځايي مشر ملک سعيد انور د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د سره روغه تحصيل په چک سروېک سيمه کې، چې لنګرخېل قبيله پکې مېشته ده، د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمينځ تر نښتې وروسته پوځ د هغه کلي ۲۵ کسان خپل مرکز ته يووړل او زنداني يې کړل.
د ملک انور په خبره، تر هغه وروسته د چک سروېک خلکو د وېرې له لاسه کډې کول پيل کړې دي. نوموړي زياته کړه چې د جنوبي وزيرستان په لده، بدر او جنته سيمو کې هم ولس له دا ډول حالاتو سره مخامخ دی او اوسېدونکي يې مجبور دي چې نسبتاً خوندي سيمو ته کډه شي.
په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزيرستان منتخب استازي اصف خان د ډېسېمبر پر نهمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د خپلې سيمې پر ناامنه حالت اندېښنه وښوده او له حکومته يې وغوښتل چې د امن لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
بلخوا پوځ د بر جنوبي وزيرستان له يادو سيمو څخه د ځايي وګړيو د ګرفتاريو او يا هم د خلکو د کډو بارولو په اړه څه نه دي ويلي، خو يو ضلعي انتظامي افسر د نوم نه ښوولو په شرط د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې پوځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس د بر جنوبي وزيرستان په ځينو سيمو کې د وسلوالو پرضد عمليات پيل کړي دي.
دا هم وګورئ:
جنوبي وزیرستان کې د ناامنیو د زیاتېدونکو پېښو ضد احتجاج شوید جنوبي وزيرستان د بدر سيمې خلک وايي، د ناامنۍ له کبله یې کډې پیل کړې ديپه انګور اډه کې په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ شرط پرضد پرلت دوام لريپه جنوبي وزيرستان کې مېشت خلک له تېرو څو میاشتو راهیسې په پرلپسې توګه د پوځ او وسلوالو ترمينځ د یو بل په نخښه کولو په ترڅ کې د عام ولس د ځپل کېدو په اړه شکایتونه کوي.
د جنوبي وزيرستان د سروېکۍ تحصيل چيرمين شاه فيصل غازي د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل، له دې باوجود چې د اګست پر ۱۷مه د بدر او شاوخوا سيمو قومي مشرانو له پوځي او انتظامي چارواکو سره ليدلي ول، امنيتي ځواکونه پر يوشمېر کليو د توپو او مارټر ګولو ډزونه کوي او خلک مجبور دي چې نسبتاً ارامه سيمو ته کډې وکړي.
تر هغه وړاندې د دې سیمې خلکو د ۲۰۲۴ز کال په مې میاشت کې هم مشال راډیو ته ویلي ول چې امنيتي ځواکونه په سیمه کې د امنیت لپاره څارګرې بې پیلوټه الوتکې کاروي او په ځینو ځایونو کې يې کېمرې هم لګولې دي چې هغوی یې پرېشانه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۴ز کال د جون پر ۲۲مه په هغه هېواد کې د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نامه د پوځي عملیاتو منظوري ورکړې وه.
خو د سیاسي ګوندونو او عام ولس لخوا تر سخت غبرګون وروسته حکومت ویلي ول چې دا عملیات به د پخوانیو هغو په څېر خلک نه بې کوره کوي بلکې د دوی په وینا دا عملیات به هدفي وي.