په شمالي او جنوبي وزیرستان کې "پوځ پر کورونو توغندي ویشتلي"، ميرلي کې ۵ کسان ژوبل شوي

پخوانی تصویر: پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې

ځايي خلک وايي د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې د ولسي وګړيو پر کورونو توغندي ويشتلي دي.

د د دیسمبر پر ۲۲مه، د شمالي وزیرستان په میرلي کې پر یو کور د پوځ لخوا د ډرون توغندي پرېوتو پنځه تنه ژوبل کړل. د ځايي خلکو او استخباراتي چارواکو په وینا، دا پېښه د میرلي په موسکي کې شوې ده. د دوی په وینا، په ټپي شویو کې دوه ماشومان، یوه ښځه او دوه نارینه شامل دي.

د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په میرامشاه کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې توغندي د وسلوالو په نښه کولو لپاره ویشتلي وو خو نښه یې خطا کړې او د ولسي وګړيو کور لګېدلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په موسکي کې داسې پېښې کېږي. د ځايي خلکو او استخباراتي چارواکو په وینا، د نومبر پر ۲۲مه هم په هغه سیمه کې د پاکستاني پوځ ډرون برید کې ۷ تنه ټپي شوي وو.

بلخوا د جنوبي وزیر وزیرستان بر ضلعې اوسیدونکیو د دیسمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وويل چې پوځ یې پر کلیو د توپو او مارټر ګولۍ ویشتلي دي. د ځايي خلکو په وينا له دې وجې د خلکو ژوند له سختو مشکلات سره مخ دی.

په تحصیل سراروغه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، شیر زاده مسید مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پوځ د ولسي وګړيو کورونه په نښه کوي. هغه وويل چې د خلکو ژوند محفوظ نه دی او غوښتنه یې وکړه چې د ملکي اباديو په نښه کول دې بس شي.

د پوځ چارواکیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د جنوبي وزیرستان د بر ضلعې انتظامیې يو چارواکي‌د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته منلې چې په هغو سیمو کې عمليات روان دي. نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو د له منځه وړلو او امنيت لپاره پيل شوي، دا هدفي عمليات دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي او شمالي وزیرستان خلکو په وار وار د داسې پېښو پرضد احتجاجونه هم کړي دي. خو د پاکستان امنیتي چارواکو بیا هغوی ته باور ورکړي چې د وسله والو پرضد د عملیاتو پرمهال به عام ولس نه په نښه کېږي.