د پاړه چينار روغتون مشر د دوايانو د کمي له وجې د ۵۱ ماشومانو د مړيني راپورونه رد کړل

پاړه چينار روغتون

د کورمې په پاړه چینار کې د مرکزي سرکاري روغتون مشر د دوایانو د نشتوالي له وجې د ۵۱ ماشومانو د مړینې راپورونه ناسم بولي‌او ردوي یې.

د پاړه چینار د مرکزي سرکاري روغتون (ډي ایچ کیو) مشر ډاکټر میر حسن د دیسمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په پاړه چینار کې د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د دیسمبر تر ۲۳مې پورې ۳۱ ماشومان مړه شوي خو وجه یې یوازې د دوایانو کمی نه دی. د هغه په وينا، د هغو ماشومانو د مړینې لامل یخ موسم، له وخته مخکې زیږېدنه، مختلفې ناروغۍ، د دوایانو کمی او د بشپړو طبي سهولتونو نه موجودیت دی.

هغه وويل چې روغتون ته ضروري دوايانې رسېدلي دي او نورې هم ورروانې دي. نوموړي د پاکستانيوو ځينو ورځپاڼو هغه راپورونه رد کړل چې وايي د لارو بندیدو له وجې کورمې ته په وخت دوایانې نه دي رسېدلي چې له امله یې له پنځوسو زیات ماشومان مړه شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دیسمبر پر ۲۳مه، خپاره کړي راپور کې د پاړه چينار روغتون د ماشومانو د څانګې د مشر، ډاکټر ذوالفقار علي خبرې راخیستې وي او ويلي یې وو چې نوموړي ورته د ۵۱ ماشومان د مړينې شمېرې ورکړې دي. ورځپاڼې زیاته کړې چې هغه ورته ويلي چې حالت نور هم په خرابېدو دی ځکه چې ډاکټران په وارډونو کې د ناروغانو لپاره د طبي اکسیجن له کمي سره مخ دي.

دا هم وګورئ: کورمه کې تر اوربند وروسته هم لارې بندې دي

ده نيوز او اېکسپريس ټریبیون ورځپاڼو هم ورته شمېرې خپرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېر اکتوبر او نومبر کې په کورمه کې د شيعه او سنيانو ترمنځ شخړې پيل او بیا زیاتې شوې. په دې نښتو کې له ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي دي او شيعه - سني د يو بل خوا ته تللې لارې بندې کړې دي.

د دیسمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، او په کوهاټ کې د دیسمبر له پينځمې د شيعه او سني‌مشرانو ترمنځ جرګه پيل شوې ده. خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دې خلاصې شوې.

په همدې حال کې ډان ورځپاڼې د خيریه ادارې، ایدهي فاونډېشن مشر، فیصل ايدهي له خولې ويلي چې "د دوایانو د کمي له وجې د ۴۵ نورو ناروغانو حالت ښه نه دی". ايدهي چې پاړه چينار ته یې د کوچنيوو الوتکو له لارې دوايانې وړي دي، زیاته کړې چې رضاکاران یې کوښښ کوي چې ځيني ډير ناروغه کسان پېښور ته د درملنې لپاره ورسوي. د خیبر پښتونخوا د وزيراعلی وياند، بیریسټر محمد علي سيف د دیسمبر پر ۱۸مه ويلي وو چې دلارو په خلاصولو کار روان دی او د پاړه چينار مرکزي روغتون ته یې د هوا له لارې داوايانې لېږلي دي. هغه د دوایانو د کمي له کبله د ماشومانو د مړينې خبرونه رد کړي دي.

په همدې حال کې، په کورمه کې د نومبر په پاړه چينار کې د ځايي‌خلکو احتجاج روان دی. دوی وايي حکومت دې د کورمې مسله سنجيده واخلي او ټولې لارې دې بغیر له کوم شرطه پرانيزي. د خیبر پښتونخوا حکومت د دیسمبر پر ۲۰مه تر اپېکس کمېټې غونډې وروسته، هوډ ښودلی وو چې لارې به ژر خلاصې کړي. کمېټې دا پرېکړه هم کړې چې له شيعه او سني دواړو غاړو به وسلې راټولوي.

د پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې ترمخه، په کورمه کې نيږدې ۸ لاکه خلک اوسېږي چې شيعه او سني خو ټول پښتانه دي. د هغوی ترمنځ په بېلابېلو وختونو کې د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

د شخړو د حلولو لپاره، په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن معاهده شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.