د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې تر هغو چې په کورمه کې دواړه اړخونه د وسلو په راټولولو رضا نه شي، هلته لارې نه شي خلاصولای.
د صوبايي حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سېف د ډېسېمبر پر ۳۰مه په پېښور کې مشال رېډیو ته وویل چې په کواټ کې لویه جرګه په کورمه کې دایمي امن راوستلو ته نږدې شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د وسلو په راټولولو یوه ډله سلا شوې او ډېر ژر به بله ډله هم رضا شي. بیرسټر سېف دا هم وویل چې ترڅو له دواړو اړخونو سره وسلې وي، په سیمه کې امن نشي راتللی.
هلته د کورمې په سده کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه، سنیانو مظاهره وکړه. دوی غوښتنه کوله چې د فرقهايزو نښتو پر مهال د بګن، ټالو کونج، او باچاکوټ سیمو اوسېدونکو ته د رسېدلو زیانونو معاوضه ورکړل شي.
په کورمه کې د اکتوبر پر ۱۲مه د سنیانو پر یو کاروان او بیا د نومبر پر ۲۱مه د شیعه ګانو په کاروان د بریدونو له امله حالات خراب شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د لارو بندېدو له امله له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.
دا هم وګورئ: چارواکي وايي کورمه کې دوه نیمو میاشتو کې ۴۶ ماشومان مړه شوي ديد سیمې پولیسو په یوې سروې کې ویلي چې په نښتو کې ۳۰۰ کورونو او ۹۰۰ دوکانونو ته زیان رسېدلی دی.
په کورمه کې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د جګړې درېدو وروسته حکومت شیعه او سني مشران کواټ ته وبلل او هلته یې د راپورته شوو شخړو د حل لپاره جرګه پیل کړه. په درېیو اونیو روانه دې جرګه کې دواړو خواوو پر ۱۴ موضوعاتو خبرې وکړې او پر ټولو یې توافق راغی، خو د وسلو پر راټولولو لا هم اختلاف شته.
په کورمه کې د لارو بندېدو ضد او د امنیت د ټینګښت په پېښور، اسلام اباد او کراچۍ کې هم احتجاجونه شوي دي. احتجاج کونکو ویل چې د لارو بندېدو له وجې خلک په مشکل کې دي او تر دې خپل مړي او مریضان هم له یو ځایه بل ته نشي وړلې، خوراکي شیان ختم شوي دي خو حکومت د دومره تېرېدو سربېره په لارو خلاصولو کې پاتې راغلی دی.
احتجاج کونکو غوښتنه کوي چې د ټل-پاړه چنار لاره دې خلاصه کړل شي او په هغه سيمه کې دې امنیت ټينګ کړل شي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.
په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.