د خیبر کمېشنر د وسلوالو ضد عملیاتو کې له زیانمنو سره د مرستې ژمنه کړې

د خیبر خلک وایي د وسلوالو او پوځ ترمینځ د نښتو په مهال ولسي خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اوښتي ـ پخوانی انځور.

په خیبر ضلع کې د وروستیو امنیتي پېښو په اړه د پېښور کمېشنر ریاض محسود د سیمې له قبایلي مشرانو او مدني فعالانو سره په یوه جرګه کې د خلکو د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

د جنورۍ پر ۱۰مه د هغه له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اړوندو ادارو ته امر شوی دی چې په سیمه کې د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال د ورانو شویو کورونو او ودانیو سروې پیل کړي، متاثره کورنیو ته معاوضې ورکړي او تعلیمي ادارې او د صحت مرکزونه بحال کړي.

په جرګه کې مدني فعال تراب علي وویل چې کمېشنر ډاډ ورکړی چې ټولې سرکاري ادارې به تیرا ته واستول شي او هلته به د ورانو شویو کورونو سروې ترسره کړي.

په عین حال کې، ځینو قامي مشرانو ټینګار وکړ چې لومړی دې د سیمې د امنیت ستونزه حل شي، ځکه چې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرا میدان کې د عوامي نیشنل ګوند د ځايي مشر عبدالرازق اپرېدي کور نامعلومه وسلوالو په بارودي موادو الوځولی دی.

نوموړي مشال راډیو ته ویلي چې د جنورۍ پر څلورمه وسلوالو نه یوازې د هغه کور الوځولی بلکې سامانونه یې هم سوځېدلي دي. سره له دې، اپرېدي وویل چې د دړکو باوجود به د امن لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

تر دې وړاندې په سیمه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ د نښتو په مهال ولسي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي چې پر ضد یې خلکو احتجاجونه او جرګې کړي دي.

دا هم وګورئ:

خیبر: وسلوال د اې این پي سیاستوال رزاق اپرېدي کور الوځولید خیبر سیاسي او قبایلي مشران له امنیتي ځواکونو سر ټکويپولیسو ملک عبدالظاهر خوشې کړی خو ملک نصیر کوکيخېل او ملک سید اغا جان یې په بند کې ساتليپه خیبر کې د حقونو فعالان، استادان او خبریالان د وسلوالو له ګواښونو سره مخامخ دي

په وروستیو کې په خیبر او په تېره بیا تیرا میدان کې وسلوالې ډلې، لکه تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام، یو ځل بیا فعالې شوي دي.

دا ډلې د خپلو فعالیتونو د بیا پیل هڅې کوي، خو په ځواب کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په تیرا کې یې د وسلوالو پر ضد مؤثر عملیات کړي دي.

د سیمې سیاسي او قامي مشرانو ویلي دي چې ولسي وګړو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان امنیتي ځواکونو رسولي دي.

د باړې سیاسي اتحاد مشر شاه فیصل اپریدي وویل چې " په تیرا کې خلکو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان د امنیتي ځواکونو له خوا اوښتی دی. وسلوال یوازې ورځي او له کورونو ډوډۍ اخلي خو امنیتي عسکرو، چاپې وهي، ډزې کوي او خلک وژني."

نوموړي زیاته کړه چې د حکومت له خوا ولس ته د خوندیتوب هیڅ باور لا نه دی ورکړل شوی.

خو له باړې او تیرا منتخب شوي د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي عبدالغني مشال راډیو ته ویل چې دوی دې مسلې ته پام کړی دی.

ده وویل چې دوي د سیاسي او قبایلي مشرانو یوه نماینده کمیټي جوړه کړې او د ملکي او پوځي چارواکو سره یی ملاقاتونه شوي او امنیتي ځواکونو باور ورکړۍ چې په تیرا کې به بیا ولسي وګړي نه په نښه کیږي.

په خیبر کې میشت امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي چې هلته یوازې وسلوال په نښه کوي او د دې عملیاتو پرمهال د دوي افسرانو او سپایانو هم خپل ځانونه د لاسه ورکړي او په دې سیمه کې امن ته ژمن دي.