د بنو ځايي ولس وايي چې په سيمه کې يې وسلوال پر سړکونو او بازارونو په سپينه ورځ "ګزمې" کوي او په خلکو کې "تالاشۍ" کوي، خو د مخنيوي لپاره يې کوټلي ګامونه نه دې پورته کړل شوي.
د بنو يو اوسېدونکي، چې مشال راډيو يې د خونديتوب په موخه له نوم خپرولو ډډه کوي، د نومبر پر ۱۴مه وویل چې روانې ناامنۍ یو ځل بیا اندېښمن کړی دی.
هغه زياته کړه چې ولس له وېرې سره مخامخ شوی ځکه د نوموړي په وينا، د وسلوالو او سرتېرو ترمينځ نښتو کې عام کسان اغېزمنېږي. "موږ ښه ورځ و نه ليدله. چې هر سهار راپاڅو نو د چاودنې خبر راشي، يا دا چې هدفي بريد شوی دی او وسلوال راوتلي دي."
ځايي ولس مشال راډيو ته وويل چې د نومبر پر ۱۳مه په بنو بازار کې وسلوالو پر سړکونو ګښت وکړ او بيا يې خلکو ته ويناګانې وکړې.
د هغوی په وينا، وسلوالو په لاسونو کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د افغان طالبانو بيرغونه نیولي ول.
ځايي خلکو زياته کړه چې وسلوال بنو بازار ته تر ورتګ وړاندې له خپلو وسلو سره په میریانو، بکاخېلو، ډومېل، غوړه بکاخېلو او خواوشا سيمو کې په ښکاره ګرځېدل او د خلکو تالاشۍ يې کولې.
په هغو سيمو کې د وسلوالو د موجودګۍ او د هغوی د ګزمو ويډيوګانې هم وخت په وخت پر ټولنيزو شبکو خپرېږي، خو مشال راډيو يې لا د کره والي تصديق نه شي کولای.
دا هم وګورئ:
په بنو کې پولیسو د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت وهلی دید بنو په جانیخېلو کې یو بل هدفي برید شوی دیمولانا فضل الرحمان: په قبایلو کې ناامني پر قدرتي وسایلو د قبضې بهانه دهبنو کې د ناامنۍ او جبري بې درکیو پرضد احتجاج شوی دید بنو پرلتوال وايي د "ښو او بدو طالبانو" ترمنځ د توپير نه کولو تر څنګ یې ۱۲ غوښتنې حکومت ته سپارلي ديد بنو ځايي خبریال محمد وسیم خان د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د وسلوالو فعاليتونو خبريالان هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي. "کله چې هم د ناامنۍ څه ډول پېښه وشي، نو حکومت يا پولیس معلومات راسره نه شریکوي. بیا د خبر توازن ساتل راته ګران شي. بلخوا د وسلوالو ګواښونه هم وي."
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو په ګډون د هغې صوبې په يوشمېر نورو سيمو کې هم د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.
په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د بنو پولیسو مشر ضیاالدین احمد د وسلوالو له "ښکاره شتون او ګزمو" څخه انکار کړی دی. نوموړي د نومبر پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې وسلوال په پټه ورځي، خو چې کله پوليس يا امنيتي سرتېري ورشي، نو هغوی وتښتي.
هغه زياته کړه چې د وسلوالو پرضد يې عمليات توند کړي دي. "له دې انکار نه شو کولای چې ترهګري نه شته يا وسلوال نه شته، بالکل شته، خو داسې نه ده چې حکومت او پولیس خاموشه دي. روزانه پولیس او پوځيان وژل کېږي. د دې مطلب دا دی چې وسلوال موجود دي او پرضد يې شپه او ورځ کاروايانې هم روانې دي."
نوموړي تور پورې کړ چې ولس له پوليسو سره "همکاري" نه کوي او وسلوالو د موجودګۍ "خبر" نه ورکوي.
بلخوا ځايي ولس دا تورونه ردوي او وايي چې هغوی د امنيت د ټينګښت لپاره په وار وار خپل غږ پورته کړی دی ځکه چې د هغوی په وينا، د ناامنۍ په نتيجه کې تر ټولو زيات عام ولس اغېزمنېږي او د هغوی سر او مال ته زيان رسي.