د سوریې په نوي پوځ کې بهرنیو وسلوالو ته د دندو ورکولو یې هېوادونه اندېښمن کړي دي

رپورټونه وايي چې سوریايي حکومت د سیف الدین طیبوف په نوم تاجک وسلوال ته هم په پوځ کې د کرنل دنده ورکړل شوې - پخوانی انځور.

رپورټونه وايي چې د سوریې (شام) نويو واکمنانو ځينې مهمې پوځي څوکۍ بهرنيو اسلامپالو وسلوالو ته ورکړې دي.

دې کار د هغو وسلوالو د هېوادونو حکومتونه اندېښمن کړي دي چې ښايي د سوریې په څېر انقلاب یې هېوادونو ته ولېږدول شي.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو په سوریه کې د یوشمېر سرچینو، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، په حواله ویلي دي چې د سوریې په لنډمهالي حکومت کې د شمالي مقدونیا یو البانی وګړی، یو تاجک او درې چینايي یوغوریان په هغو کسانو کې شامل دي چې ورته پوځي دندې سپارل شوې دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه هغه رپورټونه نه شي تاییدولای.

د رپورټونو له مخې، په شامي پوځ کې درو بهرنیو وسلوالو ته د برېګېډییر جنرال او لږ تر لږه درو نورو ته د کرنل د رتبو دندې ورکړل شوې دي.

له هیت تحریر الشام سره نېږدې لیکوالانو ویلي دي چې د سوریې لنډمهالي حکومت یو تاجک وګړي سیف الدین طیبوف ته د کرنل رتبه ورکړې ده.

د تاجکستان د قانون پلي کوونکې ادارې یو چارواکي، چې نه غوښتل نوم یې خپور شي، د جنورۍ پر پینځمه د مشال راډیو تاجکۍ څانګې ته وویل چې حکومت یې په شامي پوځ کې د هغه ۴۱ کلن تاجک وګړي له ګومارنې خبر دی.

پر نوموړي تور دی چې د ترهګرو ډلو غړی پاتې شوی او په بهرنيو هېوادونو کې جنګېدلی دی.

د شام واکمنې ډلې هيت تحرير الشام د هغه هېواد په پوځ کې بهرنيو اسلامپالو جنګياليو ته د لوړو څوکيو ورکولو د رپورټونو په اړه څه نه دي ويلي.

هغې ډلې په ډېسېمبر کې تر واکمنېدو وروسته ژمنه کړې وه چې د ښځو د حقونو، ملي جوړ جاړي او له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو په برخو کې به منځدريځه پالېسي پر مخ لېږدوي.

په هيت تحرير الشام کې د روسيې، مرکزي اسيايي او بالکان هېوادونو وسلوال شامل دي.

د هغو هېوادونو حکومتونه، چې وګړو ته يې په شامي پوځ کې د لوړپوړو دندو ورکولو خبرونه خپاره شوي، اندېښمن دي چې داسې و نه شي چې د هيت تحرير الشام د اسلامي انقلاب نظريه یې خاورو ته منتقله شي.

د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې چې پر ټولنیزو شبکو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې په سوریه کې تاجک وسلوال ښوول شوي ول، نو د تاجکستان امنیتي ځواکونو ته نېږدې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې دوشنبې په دې اړه زښته اندېښنه لري.

ده وویل: "کېدای شي هغوی یوه ورځ تاجکستان ته ستانه شي او دلته جدي ستونزې پیدا کړي."

په تېرو کلونو کې د مرکزي اسیايي هېوادونو حکومتونو د اسلامي دولت (داعش) په لیکو کې خپلو وګړو ته د ورستنېدو ویلي ول او په لسګونو وسلوال د حکومتي عفوې له موقعې د ګټې اخیستو لپاره خپلو هېوادونو ته تللي ول.

شنونکي البته وايي چې په سوریه کې ښايي اوس هم څو زره بهرني وسلوال موجود وي.

د هیت تحریر الشام ډلې په اړه د یو کتاب لیکوال ارون زېلېن او د واشنګټن د نېږدې ختیځ پالیسۍ د انسټېټیوټ څېړونکي د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ته وویل، بهرنیو وسلوالو ته د دندو ورکول د دې ښکارندويي نه کوي چې ګواکې د احمد الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، په مشرۍ د سوریې نوي واکمنان له خپل هېواده بهر کومه اجنډا لري.

ده وویل، جولاني هڅه کوي چې دا باوري کړي چې هغه کسان "د شامي دولت امر ومني او اوس چې جګړه تقریباً ختمه شوې،" نو په نورو ځایونو کې و نه جنګېږي.