کورمه کې سلګونه کسانو د امنيت لپاره احتجاجي لاریون کړی دی

د کورمې په بګن کې سلګونو کسانو د امنیت ټينګولو لپاره لاريون وکړ - د نومبر ۲۰مې انځور

د کورمې په بګن کې د وتېزیو او خدایدادخېلو (خویدادخېل هم بلل کېږي) په سلګونو وګړو د امنیت لپاره احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده.

احتجاجیانو د نومبر پر ۲۰مه له څپري پاټکه تر ډډکمر پورې تر لاریون وروسته په بګن کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) د امنيتي پوستې مخې ته تر دوو ساعتونو پرلت هم وهلی وو.

یو ځايي مشر ملک اقبال بادشاه پرلتوالو ته په وينا کې وویل چې حکومت دې د عامو خلکو د ځورولو پر ځای د امنیت ټینګولو په لړ کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي. "زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې له دې ځايه دې د اېف سي پوسته ليرې شي. دوی خپل ځانونه نه شي ساتلی، نو موږ به څه وساتي. دویمه غوښتنه مو دا ده چې کله په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید وشي نو دوی ولس تنګوي، نو پوښتنه دا ده چې دوی به په خپله ځان ساتي او که ولس به د دوی ساتنه کوي."

دا احتجاج تر هغه وروسته شوی چې د نومبر پر ۱۸مه وسلوالو په بګن کې پر امنیتي پوسته برید کړی وو چې پکې ځاني زیان نه وو اوښتی خو له پوستې سره نېږدې د عامو خلکو ودانۍ زیانمنې شوې وې.

احتجاج کوونکو له حکومته په هغه بريد کې ولسي خلکو ته د اوښتو زیانونو د معاوضې غوښتنه هم وکړه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کورمه ولې له ناامنیو سره مخامخ ده؟

حکومت او امنیتي ځواکونو لا د ځايي ولس د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې يې د امنیت ټینګولو لپاره یوشمېر اقدامات کړي دي.

تر دې وړاندې، د نومبر پر اوومه د کورمې زرګونو اوسېدونکو هلته د تړل شویو لارو د بيا خلاصېدو او په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره له پاړه چيناره د سدې پر لوري پلی احتجاجي لاریون پیل کړی وو چې وروسته يې په سمير عباس کې تر حکومتي ډاډ وروسته ختم کړ.

د هغه احتجاج او د شيعه ګانو د ځايي تنظيم انجمن حسینيه يو مشر جلال حسین بنګښ پر حکومت غږ کړی وو چې مساپر دې خوندي او ټولې لارې دې پرانېزي.

په کورمه کې تازه کړکېچ تر هغه وروسته پیل شو چې د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډډکمر سره نېږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لوري روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پیواړ دوه کسان ووژل شول او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوه.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د ګاډو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. پر هم هغه ورځ وسلوالو د کونج عليزیوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

ترهغو حملو وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه د شینګک د اوسېدونکو او مقبلو ترمینځ نښته وشوه چې پکې څلور تنه ووژل او اته ژوبل شول. د دې له کبله په سیمه کې وضعیت لا ترینګلی شو.

د هغو پېښو له وجې په کورمه کې لويې لارې وتړل شوې چې د پرانیستو لپاره یې په پاړه چینار کې ځايي ولس د اکتوبر له ۳۱مې احتجاجي پرلت وهلی وو.

د نومبر پر دویمه حکومت ۲۲ ورځې وروسته په لومړي ځل د ټل او پاړه چینار لاره تر حکومتي څار لاندې پرانیسته او د کاروان په شکل کې ځینې ګاډي، چې پکې مساپر، خوراکي توکي، دواګانې او نور لازمي توکي ول، محاصره شویو سیمو ته ورسول.

د سیمې خلکو د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د قافلې له سفر سره یې د تګ راتګ او نورې مسلې په لنډمهالي ډول هوارې شوې خو غواړي چې حکومت دې په دایمي ډول د لارو پرانیستو لپاره اقدامات وکړي.

بلخوا له ولسي مشرانو د جوړې سرکاري جرګې غړی ابن علي مشال راډیو ته ویلي ول چې د شخړو تر هواري پورې له ټولو خواوو سره خبرو ته دوام ورکوي.

دا هم وګورئ:

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د کورمې د کړکېچ سمدستي هواري غوښتنه وکړهکورمه کې زرګونو کسانو د لارو بندېدو او د ناامنیو د پېښو ضد احتجاجي لاریون کړید کورمې ولس له حکومته د لارو پرانیستو غوښتنه کوي

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.