کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳۴ ته رسېدلی

د کورمې په سده کې يو عسکر په مورچه کې له خپلې وسلې سره ولاړ دی ـ پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا په کورمه ضلع کې د روانو نښتو پر مهال پر کورونو او ودانیو د توغندیو لګېدو په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دی.

د کورمې پولیسو او د روغتيا ادارې چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې د سېپټېمبر ۲۵مې په پېښو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د سدې روغتون مشر ډاکټر رحیم ګل د سېپټېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د ژوبلو کسانو د درملنې لپاره کافي درمل او وسایل نه لري.

د هغو نښتو له امله د سېپټېمبر تر ۲۶مې پورې د وژل شویو ټول شمېر تر ۳۴ رسېدلی او له ۱۰۰ زيات ژوبل شوي دي.

د شيعه ګانو او سنيانو ترمینځ جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) کې پر لانجمنه ځمکه د مورچو جوړولو پر سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې وروسته تر بالشخېلو، خوار کلی، پیواړ، تري منګل، مقبل، کونج عليزیو، غوز ګړۍ، بوغکي، بادامې (بدامه هم بلل کېږي)، کړمان او خومڅیو وغځېده او فرقه ییزه بڼه یې واخیسته.

ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دواړه خواوې د یو بل پرضد درنې او سپکې وسلې کاروي چې پکې خلکو ته د ځاني ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي او څاروي هم لګېدلي دي.

د تاوتریخوالي پېښو له امله په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړل شوي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د یو تنظیم انجمن حسينیه مشر جلال حسین بنګښ مشال راډیو ته وویل چې هلته جګړه د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې فرقه ییزه بڼه یې واخیسته او دا ډول وضعیت د سیمې د "بدبختیو" لامل دی.

له هنګو، اورکزیو او کواټه د مشرانو یوه جرګه په کورمه کې ده چې د اوربند هڅه کوي.

د هغې سرکاري جرګې یو مشر حاجي عزت ګل د سېپټېمبر پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ ښايي اوربند وشي.

دا هم وګورئ:

کورمه کې د شیعه ګانو اوسنیانو ترمینځ نښتو کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلیکورمه کې د جګړې درولو لپاره په پاړه چینار کې احتجاج شوی دی په کورمه کې د شیعه او سنيانو ترمنځ یو ځل بیا د مځکې پر سر نښتې شوې ديکورمه کې تر احتجاج وروسته حکومت پر لانجمنه ځمکه کار درولی دیکورمه: شیعه او سني مشران د نوو مورچو په نه جوړولو سلا شوي

د کورمې انتظامیې لا رسماً د جګړې او د مسلې د هواري په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا د قانوني چارو وزیر افتاب عالم اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې چارواکي هڅه کوي چې ژر تر ژره نښتې ودروي.

په عين حال کې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف استازو له پوځه غوښتي دي چې په کورمه کې دې د روانو نښتو او ناامنۍ په درولو کې خپل رول ولوبوي.

د زندانونو چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار همایون خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وویل چې په کورمه کې "ټول واک" وار له مخه د امنيتي ځواکونو په لاس کې دی نو ځکه باید روان تاوتریخوالی ودروي.

نوموړي زياته کړه چې په کورمه کې جرګه مار په ورځو، ورځو پوځي مشرانو ته ناست وي خو هغوی وخت نه ورکوي. "که د چا ذمه واري وي نو هغوی دې دا امن قايم کړي، او که هغوی يې نه شي کولای نو بيا هلته زموږ صوبايي حکومت [شته] دی، د پوليس محکمه ده او ځايي مشران او جرګه ده، نو کم از کم هغوی ته دې بيا دا اختيار ورکړي چې د خلکو ترمينځ [شخړه] حل کړي."

په همدې حال کې د سېپټېمبر پر ۲۵مه هم په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري په مشرۍ د لسګونو کسانو مظاهره وشوه. هغوی د پاړه چینار د خبریالانو مرکز مخې ته ناست دي او په ضلع کې د جګړې درولو غوښتنه کوي.

نوموړي احتجاجي مظاهرې ته په وينا کې پوښتنه وکړه پوځ په خپل "يو سرتېري ټوله لاره کنټرولوي" خو د هغه په وينا هلته ناست "ټول پوځ د کورمې جګړه ولې نه شي درولای؟"

د پاکستان پوځ لا د حميد حسين توري او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د غړو د څرګندونو او غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

شیعه او سني مشرانو سږ کال د اګست پر ۲۶مه موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.