د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په ۳ برخو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۹ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې

د پوځ سرتېري په مومندو کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د جنورۍ پر شپږمه او اوومه يې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په درو جلا جلا عملیاتو کې ۱۹ مشکوک وسلوال وژلي او پر مهال يې درې پوځيان هم وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر اوومه ناوخته په بیان کې ويلي دي چې امنيتي سرتېرو د پېښور په متنیو کې د عملياتو پر مهال اته مشکوک وسلوال ووژل. بیان وايي، امنيتي ځواکونو د مومندو په بايزو کې هم عمليات وکړل او هلته يې هم اته وسلوال ووژل.

بيان پرمخ ليکي چې پوځ داراز په کرک کې د عملياتو پر مهال درې وسلوال ووژل.

پوځ زياته کړې ده چې له وسلوالو سره "په شدیدو نښتو" کې درې سرتېري هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وژل شوي ۱۹ واړه مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي. پوځ هغه اصطلاح زیاتره وخت د تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي او خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د پوځ د دعوو تصديق نه دی کړی.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

ای اېس پي ار د ډېسمبر پر ۲۵مه او ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د ۱۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. پوځ هغه مهال په نښته کې ویلي ول چې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د عملیاتو پر مهال یو مېجر هم وژل شوی وو.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د ۶۸ امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

داراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۳۴۱ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.