د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي په خیبر پښتونخوا کې یې ۱۳ مشکوک وسلوال وژلي دي


د پاکستان پوځ وايي چې د خيبر بښتونخوا په مختلفو ضلعو کې یې د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړي - پخوانی انځور
د پاکستان پوځ وايي چې د خيبر بښتونخوا په مختلفو ضلعو کې یې د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړي - پخوانی انځور

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د ډېسېمبر پر ۲۵مه او ۲۶مه يې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په جلا جلا عملیاتو کې ۱۳ مشکوک وسلوال وژلي او پر دې مهال يې د پوځ يو مېجر هم وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۶مه په خپور کړي یو بيان کې ويلي دي چې امنيتي سرتېرو په جنوبي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال شپږ وسلوال ووژل او اته نور يې ژوبل کړل.

بيان کې زياته شوې ده چې امنيتي ځواکونو د ډېسېمبر پر ۲۶مه د شمالي وزيرستان په ميرلي کې هم عمليات وکړل او هلته يې پينځه وسلوال ووژل او اته نور يې ژوبل کړل.

د بيان له مخې، پر دې مهال له وسلوالو سره د نښتې پر مهال د پاکستان پوځ يو مېجر هم ووژل شو. بيان پرمخ ليکي چې پوځ همداراز د بنو په جانيخېلو سيمه کې هم دوه وسلوال ووژل. د پاکستان پوځ وژل شوي ۱۳ واړه مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي چې پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د پوځ د دعوو تصديق نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو وختونو کې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.

تر دې مخکې، د نومبر پر ۲۹مه امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.

البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د ۶۸ امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

داراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۳۴۱ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.

XS
SM
MD
LG