په بنو او ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو د ملېشه ځواک او پولیسو ۱۲ سرتېري وژلي دي

ژوبل سرتېري د ډېره اسماعیل خان ضلعي روغتون ته لېږدول شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو او ډېره اسماعیل خان کې په وسلوالو بریدونو کې د ملېشه ځواک او پولیسو ۱۲ سرتېري وژل شوي او پینځه ژوبل دي.

د بنو د ځونیخېلو (جانیخېلو) د پولیسو ویاند حنظله مشال راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د اکتوبر پر ۲۵مه د تاڼېدار سید رحمان پر ګاډي برید وکړ چې پکې نوموړی او یو بل سرتېری ووژل شول.

دی وايي چې په حمله کې په ګاډي کې ناست بل پولیس ژوبل شو.

حنظله وايي چې وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي خو زیاتوي چې د پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ساعته مخکې، د اکتوبر پر ۲۴مه شپې مهال د بنو په بکاخېلو کې پر تاڼه د وسلوالو په برید کې یو پولیس ژوبل شو.

د بنو د پولیسو ویاند حنظله د اکتوبر پر ۲۵مه سهار مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو چې پر تاڼه ډزې وکړې نو پولیسو ځوابي کاروايي وکړه چې له وجې یې وسلوال وتښتېدل.

په ځونیخېلو او بکاخېلو کې د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په همدې حال کې په ډېره اسماعیل خان کې امنیتي چارواکو او پولیسو ویلي دي چې د اکتوبر پر ۲۴مه پر امنیتي پوسته په وسلوال برید کې ۱۰ سرتېري ووژل شول.

د سیمې امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۴مه ماخوستن مهال په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.

یو پولیس چارواکي د اکتوبر ۲۵مې پر سهار مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي او په سیمه کې یې امنیت سخت کړی دی.

چارواکي وايي چې ژوبل سرتېري یې د ډېره اسماعیل خان ضلعي روغتون ته لېږدولي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د برید ذمه واري منلې ده.

اخوا پر هم هغه شپه پولیسو په لکي مروتو کې د یو مشکوک وسلوال د وژنې ادعا کړې ده خو دا یې نه دي ویلي چې هغه د کومې ډلې غړی وو. کومې وسلوالې ډلې هم لا د پولیسو د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم وګورئ:

په بنو کې د سوداګرو ټولنې د ناامنۍ ضد پرلت وهلی دیمولانا فضل الرحمان: په قبایلو کې ناامني پر قدرتي وسایلو د قبضې بهانه دهوسله والو په ډېره اسماعیل خان کې ۲ پاکستاني‌ سرتېري وژلي ديمولانا فضل الرحمان وايي وېره لري چې خیبر پښتونخوا د وسلوالو لاس ته لوېږي

د ډېره اسماعیل خان په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې له دوو کلونو راهیسې ناامنۍ زور نیولی دی چې پرضد یې خلکو وخت په وخت پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. له ډېره اسماعیل خان سره نېږدې په بنو کې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د امنیت لپاره پرلت وواهه.

تر دې مخکې د مې پر ۱۰مه د درازنده جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې د امن پر ځای کولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر د سېپټېمبر په پیل کې ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

پوځ او امنیتي ځواکونه وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. ای اېس پي ار وايي چې پوځیانو د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال په باجوړ کې ۱۰ مشکوک وسلوال ووژل.

پوځ د اکتوبر پر ۲۴مه په بیان کې وویل چې په وژل شویو کې "دوه ځانمرګي بریدګر" او د وسلوالو یو "مهم او مطلوب مشر سید محمد چې د قریشي استاد په نوم هم پېژندل کېده" هم شامل دي. خو کومې وسلوالې ډلې لا د پوځ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.