د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په ډېره اسماعیل خان کې ۲ پاکستاني‌ سرتېري وژلي دي


د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان یو له هغو سیمو ده چې وسله وال پکې زیات فعال بلل کېږي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان یو له هغو سیمو ده چې وسله وال پکې زیات فعال بلل کېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د وسله والو په یو برید کې د پاکستان دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا برید د اګست پر ۱۸مه د ډېره اسماعیل خان په کلاچي مډې سیمه کې شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې لومړی ناپيژندولو وسله والو د پوځ پر ګاډي برید وکړ او بیا په ځوابي کاروایې کې دوه پوځيان ووژل شو او درې زخمیان شول.

د پېښې ذمه واري لا د دې خبر تر خپرېدو چا نه ده منلې.

د جولای پر ۱۶مه هم په ډېره اسماعیل خان کې په یو برید او نښته کې د ۲ پوځیانو په ګډون اووه تنه وژل شوي وو. د پاکستان پوځ هغه مهال په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې نامعلومه وسلوالو د ډېره اسماعيل خان د پرووه تحصیل په کړي شموزۍ کلي کې پر کليوال روغتيايي مرکز بريد وکړ چې په نتيجه کې يې دوې روغتياپالانې، دوه ماشومان او يو څوکيدار ووژل شو.

خبرپاڼې زياته کړې وه چې تر بريد سمدستي وروسته امنيتي سرتېرو د وسلوالو پرضد عمليات وکړل چې په نښته کې ۳ وسلوال او ۲ پوځيان ووژل شول. پوځ زیاته کړې وه په هغه سيمه کې به د وسلوالو پرضد تصفيوي عمليات دوام لري.

تر دې وړاندې، امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې وسلوالو په کړي شموزۍ کلي کې د پوځ پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ او دوه سرتېري يې ووژل. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د هغې حملې په اړه څه نه دي ويلي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG