وسلوالو په لکي مروت کې د پاکستاني پوځ افسر وژلی دی

په سرای نورنګ کې د پاکستاني پوځ سرتېري ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په سرای نورنګ کې وسلوالو د پاکستاني پوځ یو افسر وژلی دی.

د نورنګ پولیس تاڼې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د اکتوبر پر ۲۵مه، وسلوالو د پاکستان پوځ چارواکی، سېکنډ لفټیننټ عارف الله، د نورنګ بازار په یو جومات کې دننه په ډزو وژلی دی.

چارواکي زیاتوي چې په ډزو کې دوه نور لمونځ کوونکي ژوبل شوي هم دي.

بلخوا د پاکستاني پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار مشال راډیو ته په رالېږلي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د ماښام لمونځ پر مهال په نورنګ کې په جومات حمله وکړه.

په بیان کې راغلي دي چې د حملې پر وخت عارف الله هم موجود وو او نوموړي د لمونځ کوونکو د ژغورلو لپاره د وسلوالو پر ضد ډزې پیل کړې.

بیان زیاتوي، هغه پوځي افسر چې د لکي مروت اوسېدونکی دی او په رخصتۍ کور ته تللی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په بنو او ډېره اسماعیل خان کې د اکتوبر په ۲۴ او ۲۵ نېټه د ملیشه ځواک پر څوکۍ او نور بریدونو کې د ملیشه ځواک او پولیسو ۱۲ سرتېري ووژل شول او پینځه ژوبل شول. پر امنیتي پوسته د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې، خو په نورنګ کې پر جومات او بنو کې د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا هم وګورئ:

په بنو کې د سوداګرو ټولنې د ناامنۍ ضد پرلت وهلی دیمولانا فضل الرحمان: په قبایلو کې ناامني پر قدرتي وسایلو د قبضې بهانه دهوسله والو په ډېره اسماعیل خان کې ۲ پاکستاني‌ سرتېري وژلي ديمولانا فضل الرحمان وايي وېره لري چې خیبر پښتونخوا د وسلوالو لاس ته لوېږي

د ډېره اسماعیل خان په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې له دوو کلونو راهیسې ناامنۍ زور نیولی دی چې پرضد یې خلکو وخت په وخت پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. له ډېره اسماعیل خان سره نېږدې په بنو کې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د امنیت لپاره پرلت وواهه.

تر دې مخکې د مې پر ۱۰مه د درازنده جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې د امن پر ځای کولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر د سېپټېمبر په پیل کې ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

پوځ او امنیتي ځواکونه وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. ای اېس پي ار وايي چې پوځیانو د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال په باجوړ کې ۱۰ مشکوک وسلوال ووژل.

پوځ د اکتوبر پر ۲۴مه په بیان کې وویل چې په وژل شویو کې "دوه ځانمرګي بریدګر" او د وسلوالو یو "مهم او مطلوب مشر سید محمد چې د قریشي استاد په نوم هم پېژندل کېده" هم شامل دي. خو کومې وسلوالې ډلې لا د پوځ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.