پېښور های کورټ له حکومته د پي ټي اېم پر پلويانو د ډزو او اوښلن ګيس کارولو ځواب غوښتی

د پي ټي اېم غړو د پوليسو لخوا پر هغوی د اوښلن ګيس کارول شوي کارتوس راټول کړي دي ـ د اکتوبر دويمې انځور

پېښور های کورټ د پاکستان له مرکزي حکومت او د خيبر پښتونخوا له صوبايي چارواکو د خيبر په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو د ډزو او اوښلن ګيس کارولو او د هغوی د ځورلو په اړه ځواب غوښتی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د خيبر د شلوبر سيمې يو استوګن زاهد الله د اکتوبر پر درېيمه په پېښور های کورټ کې د خپل وکيل علي عظيم اپرېدي له لارې درخواست جمع کړی وو چې د خيبر په جمرود سيمه کې يوه غونډه کېدله چې ګډونوال يې پرامنه خلک ول خو پوليسو چاپه ورباندې ووهله.

په هغه درخواست کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت، د خيبر پښتونخوا مشر انتظامي بیوروکراټ یا چیف سېکرټر، د کورنيو چارو صوبايي سېکرټر، د خيبر ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) د خيبر ضلعې د پوليسو مشر او د جمرود تاڼې مشر (اېس اېچ او) فريقين ګرځول شوي دي.

په درخواست کې غوښتنه شوې چې دغه اووه واړه فريقين دې د پي ټي اېم پر مشرانو، پلويانو او د غونډې پر منتظمينو له دا ډول عملياتو کولو راوګرځول شي.

علي عظيم اپرېدي مشال راډيو ته ويلي چې پېښور های کورټ د اکتوبر پر څلورمه دغه چارواکي عدالت ته وربللي ول او له دوی يې د پي ټي اېم د منتظمينو پرضد د کاروايۍ په اړه پوښتنې وکړې چې د مرکزي حکومت تر امر وروسته ايا له د خيبر پښتونخوا له حکومته د عملياتو اجازه اخيستل شوې وه او که نه؟

د هغه په خبره، عدالت دا پوښتنه هم ورڅخه وکړه چې ايا پولیسو له خپله اړخه عملیات وکړل، که ناستې ډلې کوم داسې کار وکړ چې پوليسو يې پرضد عملياتو کولو ته مجبوره شول؟

اپرېدي زياته کړه چې عدالت له فريقينو ځينې نورې پوښتنې هم وکړې او له هغوی يې په ليکلې بڼه د هغو پوښتنو ځوابونه وغوښتل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر انتظامي کيمپ چاپې

دا تر هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتین ویلي دي چې پولیسو یې یو ځل بیا په خیبر کې د راتلونکې جرګې پر کیمپ چاپه وهلې ده.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه تر نيمې شپې وروسته پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیانونو کې ویلي دي چې انتظامیې په خیبر کې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ هم تړلی وو او ګڼ پولیس د کیمپ ځای ته ورغلل.

دا په داسې حال کې ده چې پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جمرود په رېګي للمه کې د هغې جرګې د ځای پرانیسته کړې وه.

پي ټي اېم وايي چې دا څلورم ځل دی چې پولیسو یې د جرګې پر ځای چاپه وهلې ده.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د اکتوبر پر دويمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي ول چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن ګيس په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې هوښه شوي دي. نوموړي زياته کړې وه چې پوليسو د هغوی خېمو ته هم اور ورته کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې مشر افتاب شینواري مشال راډيو ته ويلي چې د اکتوبر پر دويمه ماسپښين شاوخوا درې بجې سلګونه پوليسو یې کيمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګيس وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.

د نوموړي په وينا، د درو ساعتونو تر مزاحمت وروسته د ډزو په نتيجه کې د غورځنګ درې غړي ژوبل شول.

د "پي ټي اېم اپډېټس" په نوم پر فېسبوک له جوړې شوې پاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړې چې ظاهراً پکې ښکاري چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن ګيس کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

شينواری زياتوي چې د اکتوبر پر درېيمه تر نيمې شپې وروسته د پوليسو تر چاپې وهلو وروسته د غورځنګ غړو د جرګې ميدان پرېښود او د ځايي خلکو په حجرو کې يې شپه تېره کړه.

خو د پي ټي اېم غړي او د جرګې منتظمين د اکتوبر درېیمې پر سهار يو ځل بيا په رېګي للمه کې د جرګې ميدان ته ورغلل.

د غورځنګ غړو د جمرود د کوکېخېلو مشر ملک نصیر احمد کوکیخېل، د باړې سیاسي فعال خان ولي اپرېدي او یوشمېر نورو ولسي مشرانو او ځوانانو په ملاتړ د جرګې په ميدان کې یو ځل بیا خیمې ودرولې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خيبر کې د پي ټي اېم پر انتظامي کيمپ د پوليسو تر چاپو وروسته حال

د خيبر پښتونخوا حکومت دريځ

د خیبر پښتونخوا حکومت وياند محمد علي سيف د اکتوبر پر دويمه وویل چې پوليسو د پاکستان د وفاقي حکومت په امر د پي ټي اېم د غړو خلاف اقدامات کړي دي.

نوموړي پر ټولنيزو شبکو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يو ليک شريک کړی چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا لوړپوړي انتظامي بیوروکراټ یا چیف سېکرټر ته ليکل شوی دی.

په هغه ليک کې ادعا شوې ده چې پی ټي اېم د ریاست او رياستي ادارو پر وړاندې "د کرکې او سپکاوي" د هڅونې "مرسته او سرپرستي" کوي. په ليک کې زياته شوې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې ډول کړنو خلاف دې "سخت اقدامات" وشي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د اکتوبر پر څلورمه په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال سپيناوی وکړ چې د پي ټي اېم پر کيمپ د چاپې وهلو لپاره له اسلام اباده پوليس نه دي ورغلي.

نوموړي زياته کړه، که د پېښور پوليسو پر هغوی چاپه وهلې وي، نو دا پوښتنه بايد د خيبر پښتونخوا له حکومته وکړل شي ځکه چې د هغو پوليسو واک له صوبايي حکومت سره دی.

په عين حال کې پر ټولنيزو شبکو د خيبر پښتونخوا د کورنيو او قبايلي چارو وزارت ته منسوب ليک هم خپور شوی چې د اکتوبر پر دويمه د پوليسو صوبايي مشر او سيمه ييزو مشرانو او د پېښور ډېوېژن کمېشنر ته ليکل شوی دی.

په هغه ليک کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په څېر پر پي ټي اېم د کرکې خپرولو تورونه پورې شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا دا ډول تورونه رد کړي دي او ټینګار کوي چې د پاکستان له ایین سره سم او د قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد وايي، د پاکستان تحريک انصاف په شمول د هېواد لوی ګوندونه د امنیتي ادارې (ايسټيبلېشمنټ) مخې ته نه شي درېدای. "د پي ټي ای مشران پوځي ايسټیبلېشمنټ ته مخامخ نه شي درېدای. د خيبر پښتونخوا حکومتي واکداران يوازې دې ته ښه دی چې نواز شريف، [اصف علي] زرداري او بلاول [بوټو زرداري] ته ښکنځل وکړي. له دوی سره هېڅ اختيار نه شته."

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي ول چې پشتین د سېپټېمبر پر ۲۹مه له اعلا وزیر علي امين ګنډه پور سره په ليدنه کې هغه د اکتوبر پر۱۱مه له کېدونکې جرګې خبر کړ.

نوموړي زياته کړې چې ګنډه پور له پشتین سره د صوبې پر امنیت، د خلکو د ژوند او مال ساتنې او د حکومت له خوا د ترسره شویو کارونو په اړه خبرې وکړې.

د پي ټي اېم پر انتظامي کيمپ د پوليسو چاپو ته غبرګونونه

عوامي نیشنل ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې د انتظامي کیمپ ړنګولو او د غورځنګ پر فعالانو د پولیسو تشدد غندلی دی.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال حکومتي اقدامات غیر مسوولانه وبلل. "موږ ته معلومه شوې چې د پي ټي اېم د جرګې پر منتظیمینو څه تشدد شوی چې ډېر د غندني وړ خبره ده. د دوی له نظریې سره اختلاف کېدای شي، پر دې باندې بحث کېدای شي، خو دوی غیر مسلح دي او یوه جرګه کوي. که چیرې دوی [حکومت] ګڼي چې هلته د پاکستان مخالف څه سوچ راخورېږي نو دا ډول اقدامات خو د هغه [سوچ] د نور راولاړولو یوه هڅه ده، نو حکومت ته هم ذمه وارانه رویه خپلول په کار ده او دا ډول ګامونه ښايي پاکستان ته هېڅ ګټه و نه رسوي."

د عوامي نیشنل ګوند ویاند احسان الله هم د اکتوبر پر درېيمه ناوخته په ویډیويي بیان کې د خیبر پښتونخوا پر واکمن ګوند تحریک انصاف نیوکې وکړې. "پاکستان تحریک انصاف له یو پلوه د خپلو احتجاجونو لپاره اسانتیاوې او ګنجایش غواړي او له بلې خوا بیا د خپل حکومت د واک په دایره کې چې ځوانان احتجاج کول غواړي نو مخه یې نیسي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د اکتوبر پر دويمه په رېګي للمه کې د جرګې لپاره انتظامات کوي.

د پي ټي اېم د مخکښو فعالانو ګرفتاريانې

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې د غورځنګ د مشرانو او غړيو پر کورونو چاپې وهل شوي او نيول شوي دي.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي دي چې په ټوله خيبر پښتونخوا کې د غورځنګ د پلويانو پر ضد د صوبايي پوليسو "ظالمانه ځپنه، شکنجه او پر کورونو ظالمانه چاپې" روانې دي.

هغه زياته کړې: "په بنو کې د نيول شويو پښتنو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. په جنوبي وزيرستان کې له ۲۰ زيات کسان نيول شوي او پر کورونو ډېرې ناوړه چاپې روانې دي."

د پشتين په خبره، پر دې سربېره په کورمه، ډېره اسماعيل خان، ټانک، بنو، پېښور، خيبر، مردان، صوابۍ، کرک، چارسده، بونېر، مومند، باجوړ، دير، شانګله، سوات او يوشمېر نورو سيمو کې د پي ټي اېم لسګونه فعالان نيول شوي دي.

هغه ادعا کړې چې يوشمېر کسان پوليسو تښتولي چې تر اوسه يې درک نه شته.

بلخوا د پي ټي اېم لخوا پر ټولنيزې شبکې اېکس باندې د "پښتون قامي جرګې/عدالت" په نامه پر جوړې شوې ځانګړې پاڼې باندې د اکتوبر پر څلورمه په خپور شوي بيان کې د جرګې وياند عبدالصمد ويلي چې د رياستي چارواکو لخوا د پي ټي اېم د غړو د نيولو "پرلپسې اقداماتو" موخه دا ده چې په پښتني ټولنه کې "د عدالت او سولې پلوي غږونه خاموشه کړي."

نوموړي په خپور کړي بيان کې د هغو کسانو نومونه هم ليکلي چې پوليسو يې پر کورونو چاپې وهلي او نيولي يې دي.

هغه زياته کړې : "د نيولو او ډارولو دغه څپه د هغو کسانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده چې په سوله ييزه غونډه کې د ګډون او د خپل سياسي نظر د څرګندولو په لټه کې دي. د دولت دا کړنه یوازې د جرګې پر منتظمينو او پي ټي اېم برید نه دی، بلکې پر ډیموکراسۍ او د پښتنو پر حقونو پراخ برید دی."

د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیسو لا د تازه چاپې او ګرفتاریو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کراچۍ پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه د هغه ښار په منګوپير سيمه کې د پي ټي اېم د اکتوبر ۱۱مې جرګې لپاره شوې غونډې وروسته يې د غورځنګ ځينې غړي نيولي دي.

د منګو پير پوليسو تاڼې مشر غلام حسين د اکتوبر پر دويمه تور پورې کړ چې د پي ټي ايم غړو د هغې غونډې پر مهال پر پولیسو ډزې وکړې او د دوی ګاډي ته یې زیان ورساوه، خو پي ټي اېم دا تورونه رد کړي دي.

منظور پشتين ويلي چې د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې جرګه به درې ورځې دوام وکړي چې پکې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.