د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین د پښتون قامي عدالت په نامه جرګې لپاره د ځای پرانیسته وکړه


منظور پشتين د نورو قبایلي مشرانو سره د میدان پرانیستې پر مهال دوعا کوي ـ د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.
منظور پشتين د نورو قبایلي مشرانو سره د میدان پرانیستې پر مهال دوعا کوي ـ د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین د خیبر په جمرود کې د اکتوبر ۱۱مې د جرګې لپاره د میدان پرانیسته کړې ده.

د غورځنګ د خیبر مشر افتاب شینواري مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د غورځنګ مشر منظور پښتین په ریګي للمه سيمه کې میدان انتخاب کړ.

پي ټي اېم ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۱مه، په خیبر کې لویه غونډه کوي، چې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم یادېږي.

غورځنګ د جرګې لپاره په خپله رسمي اېکسپاڼه ویډیو او عکسونه خپاره کړي چې پکې د غورځنګ مشر منظور پښتین په میدان کې کولنګ (ګېنتری) وهي او د سیمې د قبایلو مشرانو سره په شریکه دعا کوي.

د پرانیستې پر موقع ملک نصیر کوکيخېل، د جماعت اسلامي یو مخکښ خان ولي اپریدی، سیاسي فعال عمران اپریدی او یو شمېر نور مشران او ځوانان هم ول.

د پي ټي اېم د خیبر مخکښ افتاب شینواي وویل چې دا په سلګونه جریبه ځمکه ده چې پراخ میدانونه لري. د ده په خبره، د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه به هلته له بېلا بېلو سیمو څخه پښتانه ورشي او خپل کېپمونه به ولګوي.

ریګې للمه د پېښور پرمختیایي ادارې تر انتظام لاندې ده
ریګې للمه د پېښور پرمختیایي ادارې تر انتظام لاندې ده

هغه وویل د ریګي للمې ځمکه د پېښور پرمختیایي ادارې(پي ډي اې) تر انتظام لاندې ده او د ریګي ماډل ټاون سره نېږدې پرته ده. هلته یوه لاره د پېښور له ناصرباغ سړک څخه ورغلې او بله هغه يې له پيښور کارخانو پاټکه څخه تېرېږي، او خلک له جمرود مرکزي بازار څخه په اسانۍ سره ورڅخه ورتلای شي.

د پرانیستې له مراسمو مخکې، ملک نصیر کوکيخیل د منظور پښتین سره په جمرود کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دوی د خپل قام په مشترکه ځمکه باندې ټولو پښتنو ته هرکلی وايي. دا غونډه یوازې د پي ټي اېم نه، بلکې د ټولو پښتنو غونډه ده او دوی به د دې غونډې ټول مېلمانه ځایوي، حجرې به ورته پرانستې وي، او په دې قامي عدالت او جرګه کې به هر ډول مرسته کوي.

غورځنګ وايي پښتون قامي عدالت په نامه هغه جرګه به درې ورځې دوام وکړي چې پکې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک ستونزو د هواري په اړه ګډه پرېکړه وکړي.

پښتین د هغې غونډې اعلان د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې کړی وو.

د جرګې تر اعلان وروسته پښتین له یوشمېر سیاسي مشرانو سره وکتل د پښتنو بېلا بېلو ضلعو ته ولاړ او د سیمې مشرانو ته یې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه.

غورځنګ وایي په میدان کې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ پښتنو لپاره کیمپونه جوړوي چې په لومړۍ او دویمه ورځ به د سیمې مشران په خپلو کې مشورې کوي او په دریمه ورځ به د ستونزو د حل په اړه خپله ګډه پرېکړه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG