پي ټي اېم وايي د علي وزیر نیول د اکتوبر ۱۱مې جرګې د ناکامولو هڅه ده

علي وزیر په هرنايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم ) د خپل مخکښ او د پاکستان د پارلېمان پخواني غړي علي وزیر نیول د اکتوبر پر ۱۱مه د کېدونکې پراخې جرګې د ناکامولو هڅه بللې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د اګست پر درېیمه وزیر د پلټنو لپاره پولیسو ته وسپاره.

حکومتي وکیل د اورېدنې پر مهال وویل چې د وزیر پر ضد د اسلام اباد په درې تاڼو کې مقدمې ثبت شوې دي او دعوه یې وکړه چې هغه له یو پولیسه په زور د ټوپک اخیستو هڅه کړې او د بل سرتېري قمیص یې شلولی دی.

له دې پرته د وزیر پر ضد په دایره شوې پرچه کې دا هم راغلي چې پولیسو ورسره نشه يي مواد هم نیولي دي، خو نوموړي ټول تورونه رد کړي دي.

سرکاري وکیل د عدالتي اورېدنې پر مهال دعوه وکړه چې پولیسو وزیر د عامه نظم ګډوډولو مخنیوي لپاره نیولی دی.

پي ټي اېم وايي چې پولیسو وزیر د اګست پر دویمه شپې مهال د اسلام اباد په زيرو پواینټ سیمه کې تر ټرافیکي پېښې وروسته ونیوه.

غورځنګ وايي چې یو موټرسایکل د علي وزیر له ګاډي سره ټکر شو چې پکې یو کس ژوبل شو چې نوموړي د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل ساینسز (پېمز) روغتون ته ولېږداوه او چې له هغه ځایه روانېده نو پولیسو ونیوه.

د بشري حقونو چارو یو وکیل شفیق احمد ګګیاڼي پر اېکس، پخواني ټوېټر، یوه ویډیو اود پولیسو د ابتدايي پلټنیز راپور (اېف ای ار) یو نقل خپور کړی دی.

په ویډیو کې علي وزیر، د اسلام اباد پولیسو سرتېري او د هغوی ګاډی ښکاري. نوموړی په ویډیو کې وايي چې تر ټرافیکي پېښې وروسته یې ژوبل کس روغتون ته ولېږداوه او له هغه ځایه روانېده خو پولیس ورغلل او "په زور" یې له ځان سره بیایي.

تر دې وروسته د پولیسو یو سرتېری د موبایل ټېلېفون پر کیمرې لاس ږدي او ویډیو بندېږي.

د غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي رزاق صفي د اګست پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې پر علي وزیر لګېدلي تورونه بې اساسه دي. "دا هر څه د اکتوبر ۱۱مې د [جرګې] د ناکامولو کوښښ دی، ځکه چې په ټرافیکي پېښه کې څوک د ترهګرۍ ضد عدالت ته نه وړاندې کېږي. دا د ریاست بېلابېلې حربې دي [ځکه] چې موږ د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو د اتفاق لپاره جرګه رابللې او ریاست نه غواړي چې پښتانه پر یو ځای ورغونډ شي او د خپل [ښه] ژوند لپاره [یوه فیصله] وکړي."

د پاکستان وفاقي حکومت لا د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پي ټي اېم په جولای کې د خپل یو مخکښ غړي او ولسي شاعر ګیله من وزیر تر وژنې وروسته په اکتوبر کې د جرګې اعلان کړی وو.

هغه مهال د پي ټي اېم مشر منظور پشتین ویلي یې ول چې هغې ناستې ته د پاکستان د ټولو پښتون مېشته سیمو مشران، فعالان، پوهان او د ګوندونو مخکښه مشران ورغواړي چې پښتنو ته پر ورپېښو مسلو بحث وکړي.

ګیله من وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یو برید کې تر ټپي کېدو څلور ورځې وروسته سا ورکړه. د اسلام اباد پولیس وايي چې پر هغه په برید کې د ککړو کسانو په لټه دي.

دا هم وګورئ:

عدالت علي وزیر په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دید جنوبي وزیرستان پولیسو د پي ټي اېم شهزاد وزیر نیولی دید ګیله من وزیر تر وژنې وروسته پي ټي اېم له کومو چېلنجونو سره مخامخ شوی؟منظور پښتین: پښتنو ته پر پېښو مسلو لویه جرګه کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر تر دې مخکې هم په مختلفو قضیو کې ګرفتار او بیا خوشې شوی دی.

هغه په وروستي ځل د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۴مه د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو نیولی وو چې بیا عدالت د هم هغې میاشتې پر ۲۱مه په ضمانت خوشې کړ.

وزیر تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې په پېښور کې نیول شوی وو. نوموړی هغه مهال د قامي اسمبلۍ غړی هم وو خو پولیسو ویلي ول چې پر هغه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو مقدمه دایره شوې وه چې پکې یې ګرفتاري اړینه وه. د پېښور پولیسو هغه تر ګرفتارۍ وروسته د سیند پولیسو ته وسپاره.

علي وزیر د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د کراچۍ په زندان کې تر ۲۶میاشتني بند تېرولو وروسته خوشې شو. نوموړي د بند له وجې د قامي اسمبلۍ په ګڼو غونډو کې ګډون و نه کړای شو.

وزیر هغه مهال هم پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي ول او دریځ یې درلود چې د پاکستان له ایین او قانون سره سم، د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کوي.