د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه او سنيانو ترمینځ د مځکې پر سر شخړې په ترڅ کې په تازه نښتو کې لږ تر لږه دوه نور کسان وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي.
د پاړه چینار د روغتون مشر ډاکتر میر حسن جان د جولای ۲۵مې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په یادې ورځې په نښتو کې زیاتره ژوبل کسان هغه روغتون ته لېږدول شوي چې ورڅخه یې دوو سا ورکړه او د نورو درملنه روانه ده.
چارواکي وايي چې له دې سره د جولای ۲۴مې له مازیګر راهیسې په روانو نښتو کې د وژل شویو شمېر درو او د ژوبلو ۵۰ ته رسېدلی دی.
د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په بوشهره (بوشارو او بوشېره هم بلل کېږي) کې د مدګي کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر پیل شوې جګړه د بالشخېلو، خوار کلي، سدې، سنګینې، غوز ګړۍ، کونج علیزیو، سپینې شګې او پیواړ تر سیمو غځېدلې ده.
دا نه ده معلومه چې نښتې چا پیل کړه خو د ځايي خلکو په وينا وجه يې هلته د دوو کورنیو ترمینځ د ځمکې د ملکيت پر سره لانجه ده.
د ملیخېلو حشمت علي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې په بوشهره کې یوې جرګې پر ۷۰ جریبه انتقالي ځمکه د لانجې د هواري فیصله عملي کوله چې ورباندې ډزې وشوې چې له کبله یې په سیمه کې نښتې پیل شوې.
په همدې حال کې د جولای پر ۲۵مه له هنګو څخه د ولسي مشرانو یوه جرګه سیمې ته رسېدلې ده چې د اوربند هڅه کوي.
پولیسو او ضلعي انتظامیې لا د فرقه ییزو نښتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو د بره کورمې یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې انتظامیه په دې اړه له پولیسو او امنیتي ادارو سره په رابطه کې ده.
ده له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو زیاته یې کړه چې ژر به په سیمه کې امن بحال شي.
دا هم وګورئ:
کورمه کې د یوشمېر کلیو د اوسېدونکو ترمینځ په نښتو کې ۱ تن وژل شوی، ۳۷ ژوبل ديد کورمې مظاهرچیان وايي حکومت دې جبري بې درکه کسان عدالتونو ته وړاندې کړيپاړه چنار کې پر مسافر وړونکو ګاډو د بریدونو ضد لاریون شوی دیپه کورمه کې د ناامنۍ ضد لاریون شوی دیپه همدې حال کې په پاړه چینار کې د پاک یوت موومېنټ په نوم د ځوانانو یو غورځنګ پر حکومت غږ کړی دی چې د شیعه ګانو او سنیانو نښتې دې ودروي.
د غورځنګ یو مشر علي پراچه د جولای پر ۲۵مه په پاړه چینار کې خبري غونډې ته وویل چې نښته د ځمکې پر سر د شخصي لانجې له وجې پیل شوې، خو له "بده مرغه فرقه ییزه بڼه یې واخیسته."
د کورمې نورو اوسېدونکو او فعالانو هم د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
په بوشارو کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې د ملکيت پر سر د لانجو له وجې شخړې شوې دي. په هغه سيمه کې شيعه او سني وګړي اباد دي او د ځمکو لانجو پر سر نښتې اکثر ژر په فرقه ییز تاوتریخوالي اوړي.
د کورمې خلکو پر حکومت غږ کړی چې د ځمکو د لانجو دايمي حل دې ولټوي. د میرباغ اوسېدونکې او مدني فعال پټان عبدالخالق مشال راډيو ته وويل، "دا ډېره د افسوس خبره ده چې پر معمولي شخړو په بیا بیا جنګونه کېږي خو حکومت یې د حل په راایستلو کې ناکامه دی."
کورمه یوه داسې حساسه قبایلي سیمه ده چې پکې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي. خو هلته وخت پر وخت د مختلفو لانجو له وجې د دواړو خواوو ترمینځ خونړۍ جګړې شوې چې پکې ګڼو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.