د بشري مرستو نړیوالو ادارو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درو کلونو پوره کېدو په مناسبت ويلي چې افغانان "د نړیوالو د بې پروايۍ قیمت" پرې کوي.
دوی وايي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې مېلیونونه افغانان په "یو له تر ټولو لوی او پېچلي بشري بحران کې مبارزې" ته دوام ورکوي.
د دوی په وینا، افغانان په بشري مرستو متکي یا منحصر، د فقر، بېځایه کېدو او نهیلۍ په لومه کې ایسار دي.
د لوږې پر وړاندې عمل (اې اېس اېف)، د پاملرنې نړیوال سازمان (سي اې ار اي)، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي)، په ټوله نړۍ کې د اسلامی مرستو موسسې، د ناروې د کډوالو شورا (اېن ار سي)، د اړمنو خلکو (پيپل اېن نیډ) ادارې او د ماشومانو ژغورنې نړیوال سازمان د طالبانو د واکمنۍ درې کلونو پوره کېدو په مناسبت خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له دوامداره ملاتړ او ښکېلتیا پرته د هېرېدونکي بحران له خطر سره مخامخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي د اګست پر ۱۳مه نېټه په بیان کې اټکل کړی چې د روان ۲۰۲۴ز کال د مې او اکتوبر میاشتو ترمینځ ۱۲.۴ مېلیونه افغانان له غذايي نامصوونیت یا د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخېدای شي.
دا هم وګورئ:
طالبان نن پر افغانستان د واکمنېدو درېیمه کلیزه لمانځيملګري ملتونه: طالبانو په ۳ کلنه واکمنۍ کې پر ښځو د بندیزونو لپاره ۷۰ فرمانونه صادر کړيافغانستان کې ۱۰ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار ديډبلیو اېف پي: که مرستې ترلاسه نه کړو، په افغانستان کې بشري مرستې کموود هغې ادارې په خبره، په افغانستان کې څلور مېلیونه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې ۳.۲ میلیونه یې تر پینځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي.
د نړیوالو پر مرستو سربېره ډېری افغانان شکایت لري چې مرستې نه ورسېږي.
نړیوالو مرستندویو موسسو همداراز ویلي، ۲۳.۷ مېلیونه افغانان په بشري مرستو تکیه دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اګست پر ۱۳مه پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
اوچا داراز ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي فقر د تېرو کلونو پرتله پام وړ زیات شوی.
سازمان زیاتوي چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې یې د افغانستان لپاره د درې اربه (مېلیارده) ډالرو بوديجې غوښتنه کړې وه چې تر اوسه یې یوازې ۲۵ سلنه ورکړل شوې ده.