په سیند کې ۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي

په کراچۍ کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - د سېپټېمبر نهمې انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې په سیند کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

هغې ادارې د اکتوبر پر لومړۍ پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د کراچۍ په ختیزه ضلعه او سجاول کې د دوو ماشومانو په وینه کې پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ د پېښو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.

د روغتیا ملي ادارې د اکتوبر پر لومړۍ په بیان کې وویل چې دا په دواړو ضلعو کې سږ کال د ګوزڼ لومړۍ پېښې دي.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې، په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، چې له دې پرته د ګوزڼ اووه پېښې په سیند، په خیبر پښتونخوا کې دوه او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو مخنیوي پروګرام د سېپټېمبر پر ۲۵مه په بلوچستان کې د پولیو د یوې پېښې ثبتېدو خبر ورکړی وو. هغې ادارې تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې د پولیو درې نوې پېښې تایید کړې.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د پولیو وایرس نه ختمېدو لاملونه او د چارواکو هڅې

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

دا هم وګورئ:

د بلوچستان په پښین کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دیپه پاکستان کې ۳ نور ماشومان ګوزڼ وهلي ديګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوایطالبانو په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین د ځنډولو راپورونه رد کړي دي

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.

چارواکي وايي چې داراز پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم پاکستان او افغانستان تر اوسه د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پر افغانستان او پاکستان سربېره نايجيريا درېيم هېواد وو چې څو کاله وړاندې لا پوليو وايرس پکې موجود وو، خو د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۲۵مه د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړ.