احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د قامي اسمبلۍ د سيفران قايمه کمېټۍ په غونډه کې په رواج بل ۲۰۱۷ باندې د کمېټۍ غړو اتفاق نه کېدو له وجې راتلونکی بحث د نامعلوم وخت لپاره وځنډول شو.
د فاټا پارليماني غړيو د پاکستان قانون وزير او د لومړي وزير له سلاکارانو سره د قبايلي سيمو ايیني اصلاحات په اسمبلۍ کې د وړاندې کولو موضوع بحث کړه.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال د وزيراعظم نوازشريف د بهرنو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره د لیدو پر مهال د دواړو ملکونو ترمینځ پر پوله د شوې نښتې پشمول خپلمېنځيو تعلقاتو او پر نورو مهمو چارو خبرې کړې دي.
له پاکستانه د راجستر شویو افغان کډوالو د ستنېدو پروسه د روان کال د اپریل د میاشتې له درېمې نېټې څخه پیل شوېده، خو حکومت او د کډوالو ادارې تر اوسه د هغو کډوالو د ستنولو لړۍ نه ده پیل کړې چې راجستر شوي نه دي او د کډوالۍ کارتونه ورسره نشته.
د پاکستان په شمول په ټوله نړۍ کې د مې دېیمه نېټه د صحافت ازادۍ نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي چې موخه یې خبريالانو ته په ورپېښو ستونزو، دړکو او خطراتو ولس خبرول دي.
د پاکستان پوځ ويلي، د ډان ورځپاڼې په اړه د پلټنيز کميسون سپارښتونو په رڼا کې د (وزيراعظم)جاري شوی حکم ردوي. د پاکستان وزيراعظم د شنبې په ورځ د ډان ورځپاڼې د رپورټ په حقله د پلټنيز کميسون سپارښتنو منظورکړ او د بهرنيو چارو سلاکار طارق فاطمي يې له خپلې
په پيښور کې د افغان مهاجرينو رياست وايي چې په پاکستان کې مېشت غېر راجستر کډوالو سره د افغانستان حکومت د ستنېدو پروخت نه یوازې د پیسو مرسته کوي بلکې ځمکه به هم ورکوي.
د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د هېواد په بېلا بېلو برخو کې به د سرشمېرنې او کور شمېرنې دویم پړاو د اپرېل له ۲۵ مې نېټې پیلېږي.
افغان کډوال عبدالرشيد وايي، په ۲۰۱۶ م کال کې له پېښوره تر ننګرهار، کونړه او لغمانه پورې لارۍ چلونکيو له ۲۵ تر ۵۰ زره روپۍ کرايه اخستله خو اوس ورڅخه له ۵۰ تر ۸۰ زره روپیو پورې غواړي.
د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د احمدي جماعت سره تعلق لرونکې پروفېسرې طاهره پروين مړی په خپل کور کې موندل شوی دی.
د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ غړیو د پارلېمان ودانۍ مخې ته د پښتنو بندو شناختي کارډونو پرضد خپل احتجاج ختم کړی دی.
د پاکستان د شمارياتو د اداری ویاند قاضي سعيد مشال راډيو ته وويل چې په لومړي پړاؤ کې د څلورو واړو صوبو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان او پاکستان د واک لاندې کشمير کې په (۶۳) ضلعو کې د سرشمېرنې او کور شمېرنې عمل نن د اپریل په ۱۵مه نېټه سر ته رسېږي.
د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ غړي د پارلېمان ودانۍ پروړاندې په احتجاج دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د پښتنو بندشناختي کارډونه دې ژر تر ژره خلاص کړي. د ذکر ده چې تر د دې وړاندې پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم بیا بیا پر دې مسله احتجاجونه کړي او په وینا یې چې پاکستاني حکومت د لاکونو پښتن
د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ غړي د پارلېمان ودانۍ پروړاندې په احتجاج دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د پښتنو بندشناختي کارډونه دې ژر تر ژره خلاص کړي.
افغانستان ته د خرلاچۍ، واڼه او د غلام خان بندر له لارې ستنېدونکي افغان کډوال له سختو کړاوونو سره مخامخ دي.
په کابل کې د ميوند تلويزون اسراييل ناصري وايي که د دواړو ملکونو رسنۍ په اخلاص سره خپل کار وکړي او د يو بل پرضد منفي راپورونه خپرولو نه ډډه وکړي نو د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمينځه زړه بداوي ختميدې شي.
د پاکستان وزیراعظم بهرنو چارو مرستيال طارق فاطمي ويلي دي پر پوله د ترهګرو د تک راتګ مخنيوي لپاره د ټینګ سرحدي انتظام په ضرورت زور راوړو او وويل چې د سیاسی خبرو اترو له لارې په يوه نتيجه رسېدل د افغان شخړې يو ښه حل دی
له پاکستانه په خپله خوښه خپل هېواد ته د تلونکیو افغان کډوالو ستنېدو لړۍ د دوشنبې/ګل له ورځې بیا پیل شوه.
د پاکستان د پنجاب صوبې د سرګودا ضلعې يو مقامي دربار متولي خپل شل ۲۰ مريدان وژلې او دوه ۲ نور يې ژوبل کړي دي.
د پاکستان او افغانستان پارلماني استازي او د مدني ټولنو غړیو ویلي چې کابل او اسلام اباد دې د سیمې د امینت لپاره په شریکه کار اوکړي.
نور وښیئ