د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سفیر عمر زاخيلوال له سرتاج عزيز سره لیدلي


اسلام اباد: د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د پاکستان وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز سره لیدلي
اسلام اباد: د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د پاکستان وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز سره لیدلي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال د وزيراعظم نوازشريف د بهرنو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره د لیدو پر مهال د دواړو ملکونو ترمینځ پر پوله د شوې نښتې پشمول خپلمېنځيو تعلقاتو او پر نورو مهمو چارو خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې يوه چارواکي مشال راډيو ته وويل چې سرتاج عزيز او عمر زاخيلوال ترمینځ ملاقات د سېشنبې ورځ وشو چې پکې د نورو موضوعاتو سربېره په پاکستان - افغانستان پوله شوې نښتې په اړه خبرې وشوې.

د ذکر ده چې د مې په پنځمه نېټه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو کې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۳ کسان چې اکثریت یې ولسي وګړي ول وژل شوي اوله دواړو غاړو د یوشمېر عسکرو په ګډون پنځه شپيته (۶۵) تنه ژوبل شوي دي.

پخوانی سفارتکار اياز وزير وايي چې دواړه ملکونو څو وارې په دې خبره سلا شوي ول چې خپلمینځۍ مسلې به په خبرو هواروي خو له بده مرغه عمل نه پرې کوي.

د نوموړي وينا وه چې ترڅو دواړه ملکونه د يو بل لپاره په خپلو تګلارو کې بدلون را- نه - ولي نو تر هغو به دا قسمه پېښې رامخې ته کېږي.

د يادونې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ په چمن کې د بلوچستان ملېشه ځواک مشر مېجر جنرل ندیم انجم میډیا ته ویلي ول چې په نښته کې تر پنځوسو (۵۰) پورې افغان سرتېرې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د ملېشه ځواک مشر دغه دعوه ردوي او وايي چې پنځوس (۵۰) نه صرف دوه امنیتي سرتېري يې وژل شوي او اووه (۷) ژوبل دي.

د راپورونو ترمخه د دواړو ملکونو ترمینځ په پوله نښته هله رامنځ ته شوه چې پاکستان د چمن او بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او جهانګیر کې سرشمېرنه کول غوښتل چې افغانستان یې د خپلې خاورې برخه بولي.

XS
SM
MD
LG