د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پاکستان کې لاهم خبریالان خوندي نه دي'


د پاکستان په شمول په ټوله نړۍ کې د مې دېیمه نېټه د صحافت ازادۍ نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي چې موخه یې خبريالانو ته په ورپېښو ستونزو، دړکو او خطراتو ولس خبرول دي.

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټ (پي اېف يو جی) مشر افضل بټ د ورځې په مناسبت سره وايي چې کله نه په پاکستان کې ترهګري شورو شوې نو له هغه وخته راهیسې د ژورنالستانو تحفظ لپاره هېڅ ګټور ګامونه نه دي پورته کړل شوي او دوی لا هم له پرله پسې خطرونو سره مخامخ دي.

د نوموړي په وينا تراوسه چې څومره هم ژورنالستان وژل شوي دي نو صرف د درو کسانو مقدمو کې پرمختګ شوی دی تللي باقي تر اوسه هم هغسې پرتې دي له حکومته له لومړۍ ورځې راهیسې غوښتنه کوي چې خبريالانو ته دې تحفظ ورکړي او چې څوک يې هم په وژنه کې ککړ دي، سخته سزا دې ورته ورکړي چې په راتلونکې کې د دا قسمه پېښو مخنيوی وشي.

خبريال اقبال خټک وايي چې په ملک کې ژورنالستانو ته چې کوم خطرات رامخې ته دي نو دريم (۳) مۍ هغه ورځ ده چې په صحيح توګه ترې خلک خبرول کېږي.

د نوموړي وينا وه چې حکومت او د مطبوعاتو ادارو مالکان که په ايماندارۍ سره د خبريالانو تحفظ لپاره کار وکړي نو تر ډېره حده دوی ته راپېښې خطرې کمېدلی شي.

خو د خبريالانو خیر ښېګړې لپاره کارکونکې ادارې په پاکستان کې مشر عدنان رحمت وايي د دې ورځې لمانځلو موخه خبریالانو ته په ورپېښو ستونزو ولس خبرول دی چې دوی په څنګه حالاتو کې خپله دنده پرمخ بیايي.

د نوموړي په وينا ترڅو چې د خبريالانو تحفظ خبره ده نو افسوس سره وايم چې تراوسه د مطبوعاتو ادارو مالکانو خپلې ذمه واريانې په ښه شان نه دي ترسره کړي ځکه چې موجوده وخت کې مطبوعاتي ادارې د يو بل پرضد دي چې نقصان يې کارکونکو ته رسي نو ترڅو چې خبريالان په خطره کې وي نو ترهاغې نه خو مطبوعات ازاديدې شي او نه په ملک کې جمهوريت مضبوطېدلی شي.

د غېر سرکاري تنظيم فريډم نېټ ورک (اېف اېن) د راپور ترمخه چې په تېرو لسو کلونو کې په پاکستان کې درې نوې (۹۳) خبريالان او مطبوعاتو ادارو کارکونکي وژل شوي دي چې پکې د روان کال په ړومبۍ څلور (۴) مياشتو کې درې (۳) په ۲۰۱۶ م او ۲۰۱۵ م ميلادي کلونو کې څلور (۴) څلور (۴) او په ۲۰۱۴ م کال کې نهه (۹) ژورنالستان وژلې شوي دي.

XS
SM
MD
LG