شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د خيبر پښتونخوا په کلیوالو سيمو کې د ژمي له راتلو سره ګاڼۍ هم چالانې شي. د چارسدې په يوه کلي د ګوړې جوړېدل درښیو.
که څه هم لکه د نورو ښارونو په څېر پېښور کې هم د ټرافیک ستونزه ورځ تر بلې په زياتېدو ده خو چارواکي وایي هڅه کوي چې خلک د ټرافیک په قوانينو پوره توګه عمل کولو ته تيار کړي.
د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو وزیر ډاکټر امجد علي خان وايي د قبایلي ضلعو لپاره د معدنیاتو له نوي قانون سره سم به هلته د قدرتي زېرمو ملکیت
د پېښور چټکو بسونو پروژه (بي ار ټي) د ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر کې پیل شوي وه او هغه مهال یې واکمن ګوند تحریک انصاف په شپږو مياشتو کې د بشپړېدو ادعا کړې وه. دا دی تر دوو کلونو زيات وخت تېر شو خو پروژه لاهم سر ته نه رسېدلې.
د خيبر پښتونخوا حکومت د تېره میاشت د نویو قوانینو عملي کېدو پرضد د احتجاج پر وخت نیول شوي۱۵ ډاکټران خوشي کړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې تر پیښور وروسته په مردان او ایبټ اباد کې هم د ماشومانو لپاره جوړ شویو ځانګړو عدالتونو کار پیل کړی دی
له مختلفو سيمو سره تړاو لرونکيو استادانو د اکتوبر پر لومړی نېټه د پېښور پرېس کلب او د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.
د چارسدې د سردریاب د پله یوه برخه د ۲۰۱۷ز کال د سېپټېمبر پر اتمه نړېدلې وه چې لا هم نه دی جوړ شوی. پر متبادل پله تېرېدونکي ډرېوران وايي، هغه هم د پرېوتو له خطر سره مخامخ دی. حکومت وايي، ژر به د بیاودانۍ چارې پیل کړي. ویډیويي رپورټ.
له نن ( اګست ۲۶) نه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو د ورکولو بهیر بیا پیل شو. دا بهیر به درې ورځې دوام کوي.
د اختر له راتګ سره سم، په چارسده کې د پیاڅې یا جوارو اوړو خرڅلاو زیات شوی دی. په چارسده کې زیاتره خلک د برېښنايي پر ځای د اوبو له ژرندې د جوارو اوړه اخلي. ژرندګړی وايي، په اختر کې پیاڅه زیاته ځکه خرڅېږي چې دا اوړه په کبابو کې کارېږي. ویډيويي رپورټ وګورئ.
د بونیر ۲۱ کلنه حورین نه خپل کور لري، نه د ګټې وټې لپاره ورور بلکې مور یې په پردیو کورونو کې خواري مزدوري ورله کوي او په هغې په عبدالولي خان پوهنتون کې زده کړې کوي. پلار یې ورک وو او لس کاله پس چې راپیدا شو نو دماغ یې کار نه کوي. له پېښوره د شبیر احمد جان ویډيو راپور
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د حکومت پر اقتصادي تګلارې انتقاد کړی دی. نوموړي د جون پر نهمه په چارسده کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، د ګرانۍ زیاتېدل او متوسطې طبقې ختمېدل به د هېواد پر راتلونکې لوی اغېز ولري. حکومت وايي، اقتصادي ستونزې ورته په میراث کې پاتې دي. اسفندیار خان همداراز، پ
اسفنديار ولي خان د جون پر نهمه نېټه په چارسده کې ولسي غونډې ته د وينا پرمهال په هېواد کې د ګرانۍ او د حکومت پر اقتصادي تګلارو نيوکې وکړې.
د خیبر پښتونخوا وکیلانو د شمالي وزیرستان په پېښه کې له وژل شویو او ټپیانو سره د پیوستون ښودلو په توګه نن د مې پر ۲۷ مه نېټه په ټوله صوبه کې کاربندیز کړی
د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ګواښ وکړ چې د هغو ډاکترانو ضد به اقدامات کوي چې د ټولې صوبې روغتیاپالان یې د حکومت ضد پارولي دي.
د خيبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان په صوبه کې هړتال کونکو ډاکټرانو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده او له هغوي څخه یې غوښتنه کړې چې له تېر څلورو ورځو راهسې جاري ساتلی هړتال دې ختم کړي.
د خيبر پښتونخوا د سرکاري روغتونونو ډاکتران وايي، د روغتیا صوبايي وزیر او ځېنو نورو اړونده چارواکیو تر استعفا پورې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.
د خیبر پښتونخوا د مذهبي او کمشمېره ډلو د صوبايي محکمې لخوا د بیلا بیلو مذهبونو د ځوانانو لپاره په پیښور کې درې ورځنی پروګرام د مې پر دریمه پای ته ورسېدی.
په پاکستان کې دیني عالمانو وسله وال بریدونه او پر خلکو د کفر فتوې حرامې بللې دي.
په پېښور کې د ترهګرۍ ضد ادارې او پولیسو د ۲۲م اپرېل په ماښام په یو شریکه خبري غونډه کې وویلد اپرېل پر ۱۶مه چې په حیات اباد کې چې د کومو کسانو پرضد عملیات شوي وو هغوي بې ګناه نه وو.
نور وښیئ