د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ريجنټ پلازه هوټل کې اور لګېدو ۱۱ تنه وژلي


د کراچۍ ښار په لويه لار شارع فیصل د ګل په شپه ناوخته د اور لګېدو په پېښه کې د څلورو ښځو او درې ډاکټرانو پشمول ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زيات ژوبل شوي دي.

د ښار د جناح روغتون حادثاتو څانګې مشرې ډاکټر سيمي جمالي د ګل په ورځ مشال رېډيو ته ووئيل چې روغتون ته يوولس مړي او د اويا نه زيات ژوبل کسان راوړل شوي دي.

''روغتون ته شاوخوا ۷۵ کسان راوړل شوي دي او د دې نه علاوه يوولس مړي هم راوړل شوي چي پکې اووه نارينه او څلور زنانه شاملې دي، په دغه مړو کې درې ډاکټران هم دي، بهر ملکيان هم په دې پېښه کې ژوبل شوي دي ولې د هغوي حالت اوس ښه دی، روغتون ته د شپې درې يا پاوباندې درې بجو نه د ژوبل کسانو راوړل پېل شوي وو، وړومبي هغه خلک وو چا چې د ځان بچ کولو دپاره د هوټل د کوټو نه راټوپ کړي وو، دوېم هغه وو چې په ښيښو معمولي خوږ شوي وو.''

د کراچۍ یوه لوی هوټل کې اور لګېدو ۱۱ تنه وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:30 0:00

د ډاکټرسيمي جمالي په وېنا چې روغتون ته راوړل شوو کسانو کې زياتره د زيات لوګي او ساه بندېدو له کبله ژوبل شوي دي.

د اتوار او ګل په منځنۍ شپه لګېدلی دا اور شاوخوا د درې ګنټو وروستو قابو کړی شو خو تر دې دمه د اور لګېدو د لامل پته نه ده لګېدلې.

د شپې ناوخت د کراچۍ ښاروال وسيم اختر هم د پېښې د ځای دوره وکړه او پر دې موقع مطبوعاتو سره په خبرو کې ښاروال د هوټل په چارواکو نيوکې وکړې او ويې وېل دلته د بيړني حالاتو پروخت د بهر وتلو کومه لار نشته چې له وجې يې د ژغورنې په عملياتو کې يو شمېر ستونزې رامخې ته شوي دي.

"چا ته هم دا نه ده معلومه چې اور څنګه لګېدلی وو، ما ته هم شاوخوا درې بجې پته ولګېده،دا به وروسته کتل کېږي چې اور څنګه ولګېدو،د هوټل د انتظاميې هېڅوک موجود نه دي، په هوټل کې داسې لار هم نشته چې پرې دغه خلک راوويستل شي او نه د خطرې پروخت د خبرولو کوم انتظام شته.''

د راپورونو ترمخه په ژوبل کسانو کې د بهرملکيانو ترڅنګ د پاکستان د کرکټ لوبغاړي هم شامل دي.

د ذکر ده چې د ريجنټ پلازه په نوم د ښار په لويه لار شارع فېصل موقعيت لرونکی دا هوټل د بيلا بيلو دستورو او اوسېدو دپاره کارول کېږي او وخت پر وخت دلته د ملکي وګړو ترڅنګ بهرملکيان هم راځي، د راپورونو ترمخه نزدې په ۴۰۰ کمرو مشتمل هوټل کې د پېښې پروخت شاوخوا ۳۰۰ کسان موجود وو

د ژغورنې ادارو د پېښې وروستو دا نيوکې هم کړي دي چې په هوټل کې د بيړني حالاتو پر وخت د ژغورنې کوم مناسب انتظام نشته چې له امله يې د شپې هغوي ته يو شمېر مشکلات رامخې ته وو.

د سندهـ صوبې اعلی وزير مرادعلي شاه پېښه په پام کې نيولې او د امر يې کړی چې د اور لګېدو د لامل معلومولو لړ کې دې پلټنې وشي.

XS
SM
MD
LG