د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيند نوي ګورنر سوګند وکړ


د سیند صوبې پخوانی ګورنر عشرت العباد
د سیند صوبې پخوانی ګورنر عشرت العباد

د پاکستان سپريم کورټ پخواني چيف جسټس سعيدالزمان د جعمې په ورځ د سيند صوبې د نوي ګورنر څوکۍ لپاره سوګند وکړ۔

بل اړخ ته عشرت العباد دوبۍ ته تللی چې وروستو پرې دا نيوکې رامخې ته شوې دي چې ولې هغه له هېواده بهر تلو ته پرېښودل شوی دی.

اته اويا کلن جسټس (ريټایرډ) سعيدالزمان صديقي د سيند صوبې يو دېرشم ګورنر دی چې له څوارلس کلونو راهیسې پر دغه څوکۍ ناست ډاکټرعشرت االعباد خان ځای یې ونیولو.نوموړی په ۲۰۰۸م کال د مسلم ليګ ن له خوا صدارتي کانديد هم پاتې شوی دی.

سعيدالزمان په ۱۹۹۰م کال د سيند های کورټ چيف جسټس او بيا په ۱۹۹۹م کې د سپريم کورټ چيف جسټس پاته شوی دی.

د سوګندتر دستورې وروستو د مسلم ليګ ن د سيند صوبې عمومي سېکرېټري سېنېټر نهال هاشمي له خبريالانو سره په خبرو کې د ګورنر بدلولو پرېکړه د ګورنر له کوره د وسله والو ختمولو پرېکړه وبلله او ويې ويل چې نن د ترهه ګرۍ اخري نښه همله ګورنرهاوسه ختمه شوه ځکه چې څوارلس کاله وړاندې د هغه وخت پوځي صدر پروېز مشرف د اېم کيو اېم استازی ګورنر جوړ کړی وو.

"له ننه څوارلس کاله وړاندې د مشرف په دور کې داسې خلک دلته میشت ول چې د پاکستان پرضد وو، خو نن د مسلم ليګ ن او له پاکستان سره مينه لرونکي خلک موجود دي، کوم وسله وال تنظيم چې دلته اوسېدو نن د هغوی د ويرې اخري څلی هم چپه شو."

د نهال هاشمي د بيان په غبرګون کې د عشرت العباد له اړخه جاري شوي بيان کې ويل شوي چې کله دی ګورنر وو نو هم هاشمي به ورسره ملاوېدو او کور ته به يې راتلو ولې پوهه نه دی چې نوموړي ولې داسې بيان ورکړی دی.

عباد د مرکزي حکومت هم مننه وکړه او ويې ويل چې هغه به په راتلونکې یوڅو ورځو کې د خپل سياسي مستقبل په اړه کومه فیصله کوي.

د سيند لیرې کړل شوي ګورنر عشرت االعباد خان له خپلې دندې ګوښه کېدو وروستو دوبۍ ته تللی او نهال هاشمي وايي چې دا د صوبايي حکومت ذمه واري وه چې د هغه په بهر تلو يې بندیز لګولی وی.

د ذکر ده چې په پخواني ګورنر ډاکټرعشرت العباد خان د بېلا بېلو سياسي ګوندونو له اړخه نه يواځې د بډو رشوتونو تورونه لګول شوي دي بلکې د هغه په دور کې يو شمېر داسې خونړۍ پېښې رامنځ ته شوي چې پکې په سوونو عام خلک وژل شوي دي خو تر دې د مه يې هېڅ پلټنې نه دي شوي او دغه سياسي ګوندونه دريځ لري چې د دې پېښو په پلټنو کې بايد عشرت العباد خان هم شامل کړل شي.د سوګندپورته کولو دستوره په کراچۍ کې په ګورنر کور کې وشوه چې پکې د سيند صوبي اعلی عزير مرادعلي شاه ترڅنګ صوبايي وزيرانو او د مسلم ليګ ن ډلې يو شمېر مشرانو ګډون وکړو.

XS
SM
MD
LG