محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري مرکزي حکومت ته دړکه ورکړې که د هغوي غوښتنې يې ونه منلې نو د دسمبر پر اووه ويشتمه به د اوږدمهاله لاريون يا لانګ مارچ اعلان کوي
په کراچۍ کې د عوامي ورکرز ګوند دویمه کلنۍ غونډه شوې چې ورته د ګوند مشرانو او غړو ویناګانې وکړې. د چین – پاکستان اقتصادي لار په اړه دوی وویل، وفاقي حکومت دې خیبر پښتونخوا او بلوچستان له پامه نه غورځوي. د ګوند یوې غړې عصمت شاهجهان مشال راډیو ته وویل، د جګړې ضد یې د اورګاډي لاریون کړی دی. رپورټ وګورئ.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پرېکړه کړي چې د اکتوبر پر ۲۶مه په کراچۍ کې د تري تم کړل شوي واحد بلوڅ لپاره کمپائن پېلوي.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر وويل چې د دې وسلې نيولو ګټه کراچۍ ښار او په خصوصي توګه د دې ځای اوسېدونکو ته ده
اخترمېنګل وويل چې وفاقي حکومت ټولې ګټې پنجاب ته وړل غواړي او پښتانه دوه ځله دوکه کړل شوي دي ځکه چې مسئله د لارې نه بلکې د اختيار ده بايد مرکزي حکومت تر ټولو وړاندې ټولو صوبو ته يو رنګ اختيار ورکړي.
په کراچۍ ښار کې د پولیس د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوونکې څانګې سي ټي ډي ویلي چې د جمعې په ورځ يې د القاعده برصغير د امیر په ګډون د لاقانونه ګرځول شوو ډلو لشکرجنګوي او سپاه صحابه نهه وسله وال نيولي دي
د پوليسو د مشر په وینا چې دا وسله په کراچۍ کې د قلنګ او په ځمکو د قبضو په پیسو اخستل شوې ده
پر دې موقع د ياد ګوند مشرانو وويل چې مرکزي حکومت بايد د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د بدلون نه ډډه وکړي او په دغه منصوبه کې ټولو صوبو ته یو شان برخه ورکړي.
په کراچۍ کې د ښځو خیر ښېګڼې لپاره کارکوونکي یوه تنظیم - تحریک نسوان - پر ښځو د تشدد پر موضوع یوه غونډه کړې چې ورته ګڼو فعالانو او پوهانو ویناګانې وکړې. فعالان وايي، په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې پر ښځو د تشدد په اړه معلومات تر لاسه کول ګران کار دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کراچۍ ښار بلوچ کالونۍ سيمې سره نيزدې د جمعې په ماښام د ډزو وروسته دوم ملزمان تښتېدلې دي. په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی او يو زخمي دی. دغه دوه ملزمان د پوليسو له خوا استعماليدونکي يو شخصي ګاډي کې له عدالته وړل کېدل.
خو په لندن کې میشت د اېم کيو اېم مشر ويلي چې څوک الطاف حسېن نه مني هغه بايد له پارليمانه استعفا ورکړي
د متحده قامي مومنټ ګوند وسيم اختر د کراچۍ د درويشتم ښاروال او ارشد وهره د مرستيال ښار وال په حېث د نهې په ورځ د خپلې څوکيو سوګند پورته کړ. وسيم اختر په خصوصي توګه د پوليسو په امنيت کې له زندان څخه د ښار پولو ميدان ته راوستل او له سوګند پورته کولو وروسته بېرته جېل ته بوتلل شو.
متحده قامي مومنټ ګوند کراچۍ کې د عملياتو په اړه د امريکايي بيان هر کلی کړی دی. د متحده قامي مومنټ مشر فاروق ستار نن د ګل په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د دوی پرضد روانې کاروايانې د قانون پرضد دي او امريکې پشمول ټول ملګرو هېوادونو ته وايي چې که چرته زياتی کېږي بايد د هغې پرضد اواز پورته کړي.
په پاکستان کې د متحده قامي مومنټ مشرانو ويلي چې دوی به ټولې پریګړې اوس د لندن پر ځای په پاکستان کې کوي خو په دغه مشرانو کې ځېنو دا دريځ لري چې د دوی مشر اوس هم الطاف حسېن دی.
له کابینې څخه د مسودې تر منظورۍ وروسته د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د سېند حکومت ته ګواښ کړی چې که د مدرسو ضد یې قانون منظور کړ نو دوی به یې هر ځای مخالفت کوي. ده وویل، حکومت دې د قانون جوړولو په اړه د مدرسو له چلوونکو او پوهانو سره خبرې اترې وکړي.
په کراچۍ کې متحده قامي مومنټ ګوند لسګونه غړیو د خپلو تریتمو یا لا-درکه کړل شویو کارکنانو، د امنيتي ادارو له خوا د دغه ګوند پر دفترونو د چاپو او د خپل مشر الطاف حسېن پر تقرير په مطبوعاتو کې د بندیز پرضد تر مرګه د نه خوړلو اعتصاب په نوم يو احتجاجي تحريک پېل کړی او د چارشنبې له ورځې راهیسې د
متحده قامي مومنېټ وايي، تر دې دمه يې يو سل دېرش نه سېوا کارکنان ورک دي خو امنیتي ادارې يې هېڅ درک نه ورکوي او زياتوي چې دا احتجاج به تر هغو روان وي چې د کارکنانو درک یې نه وي لګېدلی.
د کراچۍ ښار چارواکي وايي پرون د ډېفنس په ګولډ مارکيټ نومې کاروباري مرکز کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه يو نيم سل دوکانونه سوځېدلي دي.په یاد مارکيټ کې د لسګونو دوکانونو مالک عبدالکبير اغا مشال راډيو ته وويل چې د يو دوکان تخمينه تر پنځوسو لکو پوري ده. په دغه مارکيټ کې زياتره دکانونه د پښتنو دي. دوی
د کراچۍ ښار په حسرت موهاني کالونۍ ناپیژندل شوو وسله والو په یو هندو ډاکټر ډزې کړي دي او هغه يې وژلی دی.
چارواکي وايي، پېښه د ډرایور د غلطۍ له کبله شوې ده او په ژوبلو کسانو کې د ځينو حالت مرګونی دی.
نور وښیئ