نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په خوست کې د دعوت پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه ۵۴ ځوانان فارغ شوي دي. فارغانو له اړوندو ادارو څخه په خپلو څانګو کې د کار زمینې برابرولو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
واجدالله، چې له ماشومتوبه په خوست ښار کې پنډیتوب کوي او د لاس ګاډۍ په مرسته شیان له یوه ځایه بل ته لېږدوي، په افغانستان کې د کانکور په وروستیو پایلو کې د ۳۴۸ نمرو په ترلاسه کولو سره د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د خوست ولایت د سپیرې په لیرې پرته ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مالي ملاتړ د اوبو، ساتندویه دیوالونو، ویالو او کلیوالي سړکونو د پروژو کار بشپړ شو. په دې برنامه کې، چې یو کال یې دوام وکړ
د پکتیا اوسېدونکي وايي چې ځوانان اړ شوي چې د ولور د پيسو پیدا کولو لپاره په قانوني او غیرقانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي. دوی زیاتوي چې لوړ ولور، چې د زیاترو کسانو له وسه پورته وي، د نجلۍ او هلک د کورنیو پر اړیکو هم منفي اغېز کوي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په تڼیو کې د قومي مخورو او ځايي اوسېدونکو په هڅو د دوو کورنیو ترمینځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده. په پخوانۍ دښمنۍ ښکېل لوري خوشاله دي او وايي چې د بدیو ژوند یې له ډېرو ستونزو او ناخوالو ډک وو. دوی له نورو دښمنیو لرونکو کورنیو څخه هم د بدیو ختمولو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د کرکټ د لوی مینه وال رضا خان اکا جنازه په پکتیا کې خاورو ته سپارل شوې ده. نوموړی د جولای په درېیمه د ورپيښې ناروغۍ له کبله ومړ. ۷۰ کلن اکا د کرکټ په ملکي او بهرنیو سیالیو کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ په رپولو مشهور وو او افغان لوبغاړي او نندارچیان به یې هڅول. ویډیویي رپورټ.
د افغانستان په لوګر ولایت کې د سنځل ګل ۱۸مه دودیزه مشاعره شوې چې پکې د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعرانو برخه اخیستې وه. سنځل ګل مشاعره هر کال کېږي چې پکې د شاعرانو په ګډون ولسي خلک او د هنر او ادب مینوال په ګڼ شمېر کې ګډون کوي.
د جون پر ۲۵مه د خوست زرګونه خلک د ښار لارو او کوڅو ته راوتلي ول او د کرکټ د روان ۲۰ اووره نړیوال جام نیمه پایلوبې ته يې د افغانستان د رسېدو خوښي ولمانځل.
ځاځي اریوب چې شین او ځنګلیز طبعیت او سړه هوا لري، په وروستیو کلونو کې ملي تفریحي سیمه اعلان شوې او د سیل او چکر لپاره ډېر خلک ورځي. په هغې کلنۍ مشاعره کې د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو ګڼو شاعرانو او د شعر او ادب مینه والو ګډون کړی وو. ویډیویي رپورټ.
د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ اوسېدونکو د خپلې سیمې د سړک د یوې برخې جوړولو چارې پیل کړې دي. دوی وايي چې د بیارغونې لګښتونه بهر مېشتي ځايي مسافر پرې کوي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه خلک روحاني بابا ته چکر او زیارت ته ورځي. ویډیويي رپورټ.
په خوست ښار او شاوخوا کلیوالي سیمو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي مرسته ۲۸ پروژې بشپړې شوې دي. په هغو پروژو شاوخوا درې نیم مېلیونه ډالره لګښت راغلی او چارواکي وايي چې د پروګرام موخه ځايي خلکو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابرول دي. ویډیويي رپورټ.
د خوست او پکتیا په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټوټونو زده کوونکي د خپلو عملي زده کړو لپاره د وسایلو او نوې ټکنالوژۍ غوښتنه کوي.
د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ځايي خلکو او قومي مخورو په هلو ځلو د دوو کورنیو تر منځ ۲۵ کلنه دښمني ختمه او په دوستۍ بدله شوه.
زرمتوال د پاکو اوبو په ترلاسه کولو خوشاله دي
د جون په ۲یمه د خوست له نړیوال هوايي ډګر- دوبۍ ته او له دوبۍ - خوست ته د کام ایر هوايي خصوصي شرکت الوتنې پیل شوې. د یاد هوايي خصوصي شرکت مسوولینو وویل، چې د دوی مساپر وړونکي الوتکې به په اونۍ کې دوځلې خوست او دوبۍ ته پروازونه ولري.
د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ د کتابونو د یو نندارتون په جوړېدو د کتاب اونۍ ولمانځل شوه چې پکې يوشمېر خلکو ګډون وکړ. زرمت ولسوالي په وروستیو دوه لسیزو کې له سختو ناامنیو سره مخامخ وه او تر ډېره يې خلکو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ زده کړو او کتاب لوستنې ته هم پوره لاسرسۍ نه لاره.
په پکتیا کې مالداران د خپلو څارویو محصولاتو لپاره د بازار موندلو غوښتنه کوي. دوی وايي، د شیدو، مستو، کوچ، پنېر او د نورو حیواني محصولاتو تولید زیات شوی دی خو د جوړولو او بسته کولو وسایل یې نه لري چې له وجې یې ښه ګټه نه شي کولای. ویډیویي رپورټ.
د پکتیا ګڼو اوسیدونکو او د ښاروالۍ او چاپیریال ساتنې د ادارو کارکوونکو د ګردېز ښار د پاکولو لپاره یو ورځنی اشر وکړ. د پکتیا اوسیدونکو له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د ښار د پاک ساتلو تر څنګ په ګردېز کې ښاریانو او کاروباریانو لپاره کاري، تجارتي او استوګنیزې اسانتیاوې ډېرې کړي. ویډیویي رپورټ.
د خوست او کورمې قامي مشرانو د امن او په سیمه کې د ځینو ستونزو د هواري لپاره، ډیورند کرښې ته نږدې جرګه کړې ده. دوی وویل چې کله نا کله د دواړو هېوادونو د پوله ساتو تر مینځ جګړې پیښیږي، چې د کرښې یو بل لوري ته پراته قومونه هم زیانمنوي
د افغانستان په خوست ولايت کې د ټرانسپورټ او بار وړونکو ګاډو د اتحاديو مشران وايي، په وروستيو کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمينځ د يو بل هېواد ته د بار وړونکو موټرانو د ازادانه تګ راتګ له هوکړې وروسته يې پر غلام خان بندر د مالونو لېږد رالېږد پيل کړی دی.
نور وښیئ