نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د لوګر ولایت چارواکي وايي، د مارچ پر دويمه شپې مهال وسلوالو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د مس عینک پر ساتونکي برید کړی، چې ۵ سرتیري پکې وژل شوي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې له ایښوول شویو باردو شوې.
خوستوال د نظام د اساسي بنسټونو پايښت هم د دې هېواد د پرمختګ او د خلکو د یووالي لپاره له اساسي شرطونو څخه ګڼي
د خوست اوسېدونکي او چارواکي وايي، ولسونه د دوی د سوکاله ژوند لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې ستايي او په یو غږ ورڅخه ملاتړ کوي.
د فبرورۍ پر ۲۲مه د خوست یو شمېر ځوانانو او ښځو د یوې غونډې له لارې د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې هرکلۍ وکړ او هیله يې وښوده، چې د یوې اونۍ لپاره دا هوکړه به پدې هېواد کې بشپړ اوربند ته لاره هواره کړي.
د فبرورۍ پر ۲۱مه د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د یو شمېر روڼ اندو او فرهنګیانو لخوا د فبروري ۲۱مه یا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ قومي مخور، مدني فعالان، روڼ اندي او ځوانان وايي، پدې هېواد کې ټول پرمختګونه د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو د قربانیو پایله ده او خلک يې ملاتړ کوي.
ګل نواز مندوزی وايي، په دې جګړه کې د افغانانو اقتصاد له منځه ولاړ، علم او فرهنګ يې زیانمن شو، ورور وژنه روانه ده او دا هر څه د بهرنیو استخباراتو لخوا پر افغانانو تپل شوي دي.
د فبرورۍ پر ۱۵مه د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو د نشه يي توکو د کارونې همدارنګه پېر او پلور پر وړاندې قومي تړون وکړ.
د خوست او پکتیا د منګلو د قوم مشران او ځوانان وايي، چې د نوي مالي کال په بودجه کې د دوی د ولسوالیو لپاره د بیارغونې پروژې په پام کې نه دي نیول شوي.
د فبرورۍ اتمې پر مازیګر د خوست په لوبغالي کې د ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو د فوټبال ۴۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې. د خوست د اولمپېک امریت چارواکي وايي، په اتلولۍ کې له ۱۲ څخه تر ۱۸ کلونو پورې عمر لرونکي ۷۸۰ لوبغاړي ګډون کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان خوست چارواکو د فبرورۍ پر شپږمه ۳۷ یتیمان د یو علمي سفر لپاره په یوه الوتکه کې کابل ته ولېږل. د دې ماشومانو پلرونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي وو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.
د فبرورۍ پر شپږمه د خوست د ولایت مقام لخوا ۳۷ تنه یتیم ماشومان چې پلرونه يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي، د الوتکې له لارې د یو علمي سفر لپاره کابل ته ولیږل شول.
پکتیکاوالو وروسته له هغه لاریون وکړ، چې تېر ماسخوتن ښار ته په درې کیلومتری کې د ښرنې دوه دوکاندران ووژل شول، درېم ټپي شو، خو عاملین يې وتښتیدل.
د جنورۍ پر ۳۱مه د خوست یو شمېر نجونو او میرمنو د یوې غونډې له لارې د منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو نیول شویو غړو د خلاصولو غوښتنه وکړه.
د جنورۍ پر ۲۸مه ماسپښین مهال د خوست زرګونو کسانو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې همدارنګه د بشري حقونو له مدافع سازمانونونو او فعالانو يې وغوښتل، چې د منظور پښتین په خوشې کولو کې دې لاس په لاس اقدام وکړي. په دې اړه د بجیب الله الوخېل ویډیو وګورئ.
د جنورۍ پر ۲۸مه ماسپښین مهال د خوست زرګونو کسانو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې همدارنګه د بشري حقونو له مدافع سازمانونونو او فعالانو يې وغوښتل، چې د منظور پښتین په خوشې کولو کې دې لاس په لاس اقدام وکړي.
د افغانستان د خوست ولايت شمل-دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکو قامي پرېکړه کړې چې نوي ښوونیز کال کې به خپل ټول ماشومان او تنکي زلمیان ښوونځیو کې شاملوي. په پرېکړه کې راغلي، که چا له دې تړونه سرغړونه وکړه، نو قوم به ورسره ټولې اړیکې پرې کوي او ۱۰۰ زره افغانۍ به ناغه ورڅخه اخلي.
د خوست په ګلانو کیمپ کې وزیرستانیو کډوالو د جنورۍ پر ۱۹مه په جرګه کې له چارواکو غوښتنه کړې چې کورونو ته دې یې ستانه کړي.
د جنورۍ پر ۱۷مه یو شمېر ځوانو خوستیو مدني فعالانو له خلکو او دوکاندارانو راټول کړي د مرستې ژمني توکي په غریبو او بې وزلو خلکو او کورنیو وویشل. نور د نجیب الله الوخېل په ویډیويي راپور کې وګورئ.
نور وښیئ